بهرني راپورونه

په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې د مشر خالد باطرفي مړینه تایید شوې ده

خالد باطرفي

په عربي ټاپووزمه کې د القاعده ډلې، د دې ډلې د مشر خالد بن عمر باطرفي د وژل کېدو خبر تایید کړی دی.

د (سايټ) په نوم د امریکا د استخباراتو د ډلې د راپور له مخې چې د يونۍ/یکشنبې په ورځ د کب پر ۲۰مه نېټه خپور شو، (سعد بن عاطف العولقي) د خالد باطرفي د ځای ناستي په توګه ټاکل شوی دی.

په هغه انځورونو کې چې په عربي ټاپووزمه کې له القاعدې سره تړلې رسنيو خپاره کړي، ښودل کېږي چې د خالد باطرفي پر جسد د القاعدې نوم او نښان په بیرغ پوښل شوی دی.

خالد باطرفي د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې په یمن کې د قاسم الریمي له وژل کېدو وروسته په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې ډلې د مشر په توګه ټاکل شوی و.

باطرفي هم په هغو بندیانو کې و چې په ۲۰۱۵ کال کې د مکلا په بندري ښار باندې د دغې ډلې د حملې په پايله کې د عربي ټاپووزمې د القاعدې له ۱۵۰ نورو غړو سره یو ځای له زندانه تښتېدلی و.

په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې د پخواني مشر د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو داسې ښکاري چې هغه په طبیعي مرګ مړ شوی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کلونو کې د یمن د حکومت او حوثیانو ترمنځ د جګړې له امله په یمن کې القاعده ډله پیاوړې شوې او د حوثي یاغیانو او د یمن د حکومتي ځواکونو پر ضد یې ګڼ عملیات پیل کړي دي.

| واشنګټن: ايران او لاسپوڅې حزب الله په يمن کې د حوثيانو ملاتړ کوي