سپورت کرکټ

افغانستان نن د ايرلنډ په وړاندي د لوبلړۍ دوهمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي

ايرلنډ

د افغانستان په کوربتوب دغه يو ورځنۍ لوبه د عربي امارتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې نن د مازيګر پر څلور بجې ترسره کېږي.

افغانستان د لړۍ په اوله لوبه کې ايرلنډ ته د پنځو لوبغاړو په زيان ۳۱۱ منډي هدف ورکړ، خو ايرلنډ د ۸ لوبغاړو په زيان ۲۷۵ منډي جوړي کړې.

د يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان د ۳۵ منډو په توپير وګټله او نن به د دوهمې لوبي لپاره دواړي لوبډلې ميدان ته کښته شې.

په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۱۲۱ منډې جوړي کړې او فضل حق فاروقي څلور مهمي ويکټې ترلاسه کړې.

د ټيسټ ماتي وروسته د افغان لوبغاړو مرال کمزوری شوی و خو د يو ورځنۍ لوبي په ګټلو سره يې مرال قوي شوی او لوبغاړي هڅه کوي دا لوبه هم وګټي.

کرکټ بورډ د افغان لوبغاړو د تمريناتو د انځورونو په خپرولو سره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی، او ويلي دي چې په دې لوبه کې به ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شې.

کرکټ بورډ په يوه بل بيان کې ليکلې چې په عربي متحده اماراتو کي يې د بورډ د غړو تر منځ غونډه کړې او د افغانستان پريمرليګ د دوهم پړاؤ د پيل راپور يې اورولی دی.

بورډ هيله څرګنده کړې چې تر شل اوريز نړيوال جام وړاندي به افغانستان پريمر ليګ دوهم پړاؤ ترسره شې.

هيره دي نه وي چې د افغانستان پريمر ليګ په لومړي پړاو کي د درغليو او فساد له کبله دا ليک کلونه کېږي چې نه ترسره کيږي او له کبله يې د افغانستان کورني لوبغالي په بهرينو ليکونو کې لوبېږي.

| افغانستان ايرلنډ ته د يو ورځنيو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتي ورکړه