راپورونه علمي

ميلر: د افغان نجونو د زده کړو د بنديز يو غمجن کال پای ته ورسېد او بل کال پيل شو

ميلر

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو ميلر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال د پیل په څنډه کې وویل، د تعلیمي کال پیل د افغان نجونو زده کوونکو لپاره یو غمجن یاد دی.

ميلر دغه څرګندونې د څلورنۍ/ چهارشنبې په ورځ «کب ۱۶» په یوه خبري غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې امریکا به له هر فرصت څخه په استفادې پر طالبانو فشار راوړي چې نجونې ښوونځیو ته واستوي.

دغه امریکايي چارواکي ښوونځيو ته د افغان نجونو د بيا تګ په اړه وویل: «هغه په ​​رښتیا نه پوهیږي. یوه غمجنه کلیزه راروانه ده او موږ په واضح ډول ویلي چې نجونې باید په لومړي سر کې ښوونځيو ته له تګ څخه بې برخې نه وې.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ميلر ویلي، هېواد یې د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو د تامین لپاره هڅې کوي او زیاته یې کړه: «موږ به له هر فرصت څخه په استفادې پر طالبانو فشار راوړو ترڅو ښوونځيو او پوهنتونونو ته ښځې او نجونې راوګرځوو.»

د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره سره، طالبانو ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو د تګ لپاره کوم اقدام نه دی کړی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند هم ویلي چې دوی د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو امکان نه ویني.

که څه هم طالبانو ویلي چې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د زده کړې مخالف نه دي، خو له دوو کلونو څخه زیات وخت تېر شو چې په دې برخه کې یې کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی او تل یې نن او سبا کړی دی.

په ورته وخت کې د کابل يوه اوسېدونکې محمد جمعه ځلا نيوز ته وويل چې د طالبانو د راتګ او د نجونو پر ښوونځيو د بنديز پر وخت يې ۱۵ کلنه لور په نهم ټولګي کې وه چې طالبانو پر ښوونځي ورته بنديز ولګاوه او سږ کال يې لور د نامالوم برخليک په وجه د زده کړو د پای ته رسېدو څخه پرته واده شوه.

محمد جمعه همدارنګه وويل چې د ده په څېر د هر افغان لور به په دې څو کالو کې واده شي، بيا به يې بچي وي او هيڅکله به زده کړي پای ته ونشي رسولی، د هغه په خبره که طالبان اوس نجونو ته د زده کړو اجازه هم ورکړي نو سر له يو څخه به بيرته د نجونو تعليم پيلېږي ځکه چې تر شپږم پورته نجونې به يا په دې څو کاله کې واده شوي وي او يا به يې د نور تعليم کولو لپاره شوق او هيلي مړې شوي وي.

| حامد کرزي له طالبانو بيا غوښتي چې د نجونو پر تعليم لګېدلي بنديزونه دې ختم کړي