ټیکنالوژي ساینس او ​​​​ټیکنالوژي

د فېسبوک، ميسينجر او انسټاګرام ۴۵ دقيقې بندېدو څه بدلونونه راوستل؟

فېسبوک

د فېسبوک یو شمیر کاروونکو پرون شپه خبر ورکړی و چې فیسبوک او انسټاګرام شبکو ته لاسرسی ناڅاپه ګډوډ شوی او دا کاريالونه شتون نلري.

د راپورونو له مخې، د نړۍ په ځینو برخو کې د شاوخوا ۴۵ دقیقو لپاره د فېسبوک، انسټاګرام او ميسينجر د خدماتو له بندېدو وروسته دا شبکې بیا فعاله شوې او کاروونکي کولای شي چې ترې ګټه واخلي.

پرون شپه، رویټرز راپور ورکړی و چې لږترلږه ۵۰۰,۰۰۰۰ کاروونکو ویلي چې دغو درو شبکو (فیسبوک، ميسينجر او انسټاګرام) ته د دوی لاسرسی د درېنۍ/سه‌شنبې په شپه د کب په ۱۵ بند شوی دی.

د فېسبوک کاروونکو ځکه له ستونزو سره مخ شوه چې دوی له خپلو اکاونټونو څخه لاګ آوټ شوي وه او نه يې شول کولی چې بیا لاګ ان شي. دوی د غلط کارننوم او پټنوم د پیغام سره مخ کېدله پداسې حال کې چې د دوی د ننوتلو مالومات سم وه.

کله چې دا خبر خپور شو، میټا وویل چې د پاسورډ بدلولو ته اړتیا نشته ځکه چې دا یوازې د شرکت په خدمتونو کې يوه تخنيکي ستونزه ده.

که څه هم د دې وقفې د مالي تاوانونو په اړه تر اوسه پورې مالومات نه دي خپاره شوي خو د فېسبوک او اړونده شبکو يو شمېر ماهرين وايي چې شايد په دې سره ټول جعلي اکونټونه له منځه وړل شوي وي.

بالاخره تېره شپه د ۴۵ دقيقو ځنډ وروسته د ميټا اړوند فېسبوک، انسټاګرام او ميسينجر بېرته په عادي توګه فعاله شوه‌.

د ميټا کمپنۍ د دغه ناڅاپي ستونزي په غبرګون کې ډېرو خلکو تبصرې وړاندې کړي دي، ډېرو يې د دې کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ ته په ټوکو کې ويلي وو چې د مکېش امباني د زوی واده لپاره هند ته تګ ور پسي بختور نشو.

| جان اڅکزی: د ټاکنو په ورځ به د بلوچستان په ناامنه سيمو کې انټرنټ بند وي