نړیوال اقتصاد

جيف بيزوس یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو شتمن کس وپېژندل شو

جيف بيزوس

د بلومبرګ ملیاردانو انډیکس د خبر پر بنسټ، دونۍ/دوشنبې په ورځ، د کب په ۱۴مه نېټه په سوداګرۍ کې د ټیسلا د ونډو ارزښت کې د ۷.۲ سلنه کمښت وروسته، د ایلون ماسک شتمني د جيف بيزوس تر شتمنۍ راټیټه شوه، چې جيف بيزوس د نړۍ ترټولو د بډايه شخص لقب وګاټه.

په دې سره د امازون شرکت مشر ۶۰ کلن جيف بيزوس یو ځل بیا د نړۍ د شتمنو په منځ کې د تخت په نیولو بریالی شو. د ماسک او بیزوس د شتمنیو ترمنځ واټن، چې یو وخت ۱۴۲ میلیارده ډالره و، د امازون او ټیسلا سټاکونو د بېلابېلو سهميو له امله په پرله پسې ډول کم شوی دی.

د نړۍ ترټولو لوی آنلاین پرچون پلورونکي په توګه، د امازون سټاک ارزښت د ۲۰۲۲ له وروستیو راهیسې دوه چنده شوی ، او له هغه وخت راهیسې ، د ټیسلا سټاک په ۲۰۲۱ کې د خپل لوړ حد څخه نږدې ۵۰٪ راټیټ شوی.

د ټيسلا ونډې د دوشنبې په ورځ راکښته شوې؛ ځکه چې لومړنیو مالوماتو ښودلې چې د شرکت د شانګهای فابریکې پلور له یو کال څخه په ډیر وخت کې خپل ټیټې کچې ته رسیدلی او له بلې خوا ، امازون د کورونا ناروغۍ له پیل راهیسې د آنلاین پلور ترټولو غوره ودې ته نژدې کیږي.

د جيف بيزوس ډیره شتمني په امازون کې د هغه د نهه سلنه ونډې څخه ده. هغه د امازون شرکت لوی ونډه لرونکی دی، او هغه په ​​تېرو څو اوونیو کې د ۸.۵ ملیارد ډالرو په ارزښت شاوخوا ۵۰ ملیونه ونډو پلورلو وروسته دا مقام ترلاسه کړ.

د امازون بنسټ ایښودونکی په ۲۰۱۷ کې د لومړي ځل لپاره د نړۍ ترټولو بډایه شخص شو، چې بيا په ۲۰۲۱ کې د ټیسلا حیرانوونکې وده د دې لامل شوه چې ایلون ماسک د نړۍ تر ټولو شتمن شخص شو.

د بلومبرګ د میلیاردرانو په نوملړ کې درېیم ځای د ۱۹۷ میلیاردو ډالرو په لرلو سره برنارډ ارنولټ دی، په څلورم ځای کې مارک زوکربرګ د ۱۷۹ میلیاردو ډالرو په لرلو سره او په پنځم ځای کې بېل ګېټس د ۱۵۰ میلیاردو ډالرو په لرلو سره دی.

| ايلون ماسک: جوبايډن يو درواغجن سړی دی