سپورت کرکټ

ايرلېنډ په يوازينۍ ټيسټ لوبه کې افغانستان مات کړ، څه لامل کېدای شې؟

افغانستان

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ دغه ټيسټ لوبه د ابوظبۍ په ټولېرنس لوبغالې ترسره شوه او ايرلنډ افغانستان ته په شپږو ويکټو ماتي ورکړه.

د افغانستان په کوربتوب په دغه لوبه کې افغان لوبډلې پچه وګټله او په توپ وهنه کي يې د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۵۵ منډي جوړې کړې، ايرلنډ لوبډلې خپله پاڼۍ پيل کړه او د ټولو لوبغاړو په زيان یې ۲۶۳ منډې جوړي کړې،او د افغان لوبډلې څخه یې ۱۰۸منډې مخکيوالۍ ترلاسه کړ.

افغان لوبډلې په دوهمه پاڼۍ کې د ايرلنډ د ۱۰۸ منډو په ورکړې سره د ټولو لوبغاړو په زيان ۱۱۱ منډې هدف ايرلنډ ته ورکړ او ايرلنډ د څلورو ويکټو په زيان ياده لوبه وګټله.

د کرکټ يو شمېر افغان مينوالو او مبصرينو د افغان لوبډلې پر سکواډ، لوبغاړو، کوچينګ، بورډ، غوراوي کمیټې، او کپټنسۍ سختي نیوکې کړې او دا يې د افغان لوبډلې لپاره شرم بللی دی.

د افغان کرکټ مبصر جان اغا بهار په ټولنيزو رسنيو کې ليکلې چې په دې هکله يې د کرکټ نړيوالي شورا ته شکایت استولی او بورډ یې تورن کړی چې مستحق لوبغاړي نه لوبوي.

بهار ليکي.« ای سي سي ته مو د بورډ او غوراوي کمیټې د خپلسريو او په بورډ کې د روابطو په اساس د لوبغاړو راوستلو او د مستحق لوبغاړو نه لوبولو لپاره شکایت کړی.»

بهار ليکلې په بورډ کې په پلان سره مستحق لوبغاړي د سکواډ څخه ايستل کېږي، او پر ځای يې هغه څوک راوستل کېږي چې شخصي روابط ولري.

ايرلنډ لوبډلې په لومړي ځل د ټيسټ لوبه وګټله او په دې سره یې د افغان لوبډلې په وړاندي ريکارډ جوړ کړ.

څه لامل کېدای شې چې افغانستان د سريلانکا راوروسته د دوهمې درجې هيواد ايرلنډ څخه په ټيسټ کې ماتي وخوړه؟

يو شمېر افغانان په دې باور دي چې د کرکټ بورډ او کميټې په غوښتنه د عبدالمالک پر ځای نورعلي ځدراڼ، د بهير شاه پر ځای ناصر جمال، د خليل ګربز پر ځای ضاهر خان او د ابراهيم عبدالرحيمزی پر ځای نجات مسعود ته د لوبې چانس ورکړل شوی و.

حال داچې دغه لوبغاړې د سريلانکا سره په لوبو کې هيڅ ځلیدلي نه و.

خبريال او د کرکټ مبصر جعفر هاند ليکلې ددې ټولو ماتو مسؤليت د ادارې په غاړه ده ځکه قاطع نه ده، مسلکي برخورد نه کوي، استعداد ته ارزښت نه ورکوي، د اينده لپاره تکلاره او ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د ورتګ ښکاره نقشه نلري.

د افغانستان په دغه لوبه کې ابراهيم ۶۵ حشمت شاهدي ۷۵ کريم جنت ۴۵ رحمان الله ګربز ۵۱ ډيري منډې جوړي کړې، خو رحمت شاه په ۹ او ناصر جمال په ۲ منډو اوټ شول.

په توپ اچونه کې بيا افغان لوبغاړي ضياالرحمن اکبر ۶ نويد ځدراڼ۵ نجات مسعود۲ او ضاهر خان ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

دا په داسي حال کې ده چې د مارچ مياشتي پر ۷مه نيټه په شارجه کې د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم پيل کيږي.

| د سريلانکا سره د افغانستان وروستۍ لوبه او مخکينیو ماتو ته کتنه