حادثې کورني خبرونه

بادغيس کې سختو واورو د مالدارانو او د هغوی د مالونو ژوند د مرګ سره مخ کړی

واورو

د بادغيس ولایت په ډېرو سيمو کې د وروستيو سختو واورو له کبله کوچيانو ته ډېر ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

د ځلانيوز د سرچينو د مالوماتو له مخې په دې ولايت کې د زياتو واورو له کبله هغه مالدار چې په خېمو چې يې ژوند کاوه د سخت يخ له کبله يې ماشومان، ښځي او لويان ناروغ شوي دي، دوی د حکومتي چارواکو څخه د طبي همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سرچينو همدارنګه زياته کړې چې د مالدارانو په زرګونه مالونه پسونه، وزې او غواګاني تر واوري لاندې شوي او مړه شوي دي، د مالوماتو پر بنسټ اکثره مالونه د لوږي له کبله کمزوري شوي او تر واورو لاندې شوي دي.

د لعل بهادر په نوم يو مالدار وايي چې د مالونو لپاره پروړ (بوس) ختم شوي دي او همدارنګه د انسانانو د خوراک اوړه هم د تېرو څو ورځو واورو او لارو د بندېدو په خاطر ختم شوي دي، دی پر حکومتي مسؤلينو غږ کوي چې د دوی ته دې ژر تر ژره مرستي ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د هېواد په ۳۱ ولايتونو کې د سختو واورو‌، بارانونو او سېلابونو اټکل شوی و.

| سبا د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې د واورو، بارانونو او سېلابونو اټکلونه شوي دي