بهرني راپورونه

د پاکستان تحريک انصاف ګوند د پيسو نړيوال صندوق ته پاکستان ته د نور پور نه ورکولو ليک لېږلی

پاکستان تحريک انصاف

د پاکستان د پخواني لومړي وزير عمران خان ګوند د ملګروړملتونو د پیسو له وجهي صندوق (IMF) څخه غوښته کړې چې، مخکې له دې چې پاکستان ته نورې مرستې ورکړي؛ باید دا باوري کړي چې د فبرورۍ د اتمې د لانجمنو ټاکنو په اړه څېړنه کیږي.

د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحريک انصاف یا PTI ګوند پرون د څلورنۍ/چهارشنبې ويلي چې په دې اړه یې د پاکستان لپاره د IMF استازي ته یو لیک استولی دی.

که څه هم د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند په ترسره شوو ټاکنو کې له ګډونه منع شوی و، خو د ګونډ غړو یې په خپلواکه توګه ځانونه کاندید کړي وو چې ترټولو ډېرې رایې یې ګټلې دي.

پاکستان چې د اقتصادي بې ثباتۍ د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي، تېرکال یې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه د درېیو ملیاردو ډالرو پور اخیستو یوه موافقه یقیني کړه؛ خو دا هېواد به وروسته له هغې چې نوی حکومت یې وټاکل شي، لا ډېرو نورو مرستو ته هم اړ وي.

دا وخت په پاکستان کې د تېلو د بیو تر څنګ د برېښنا، ګازو او خوراکي توکو نرخونه هم ډېر لوړ شوي دي، په دې هېواد کې وخت ناوخته د ګرانۍ پر خلاف احتجاجونه هم تر سره کېږي او عام وګړي يې وايي چې د پاکستان حکومت دې خپل پورونه د عامو وګړو څخه د ډېري ماليې په اخيستلو نه ادا کوي.

څو ورځې وړاندې د خيبر پښتونخوا د ايالتي پارلمان مخکيني غړي او د عوامي نیشنل ګوند رسنيز مرستيال سردار حسين بابک پر خپله ټولنيزه رسنۍ فېسبوک ليکلي وو، چې د پاکستان پورونه به د پښتونخوا ولسونه نه ادا کوي.

په ورته وخت کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان يو شمېر وګړي د پاکستان د اقتصادي کړکېچ په اړه وايي چې پورونه د پنجاب د آبادۍ لپاره کېږي خو ماليه پر پښتنو او بلوڅانو لوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د اقتصادي کړکېچونو سره سره د يو لړ سياسي کړکېچونو سره هم مخ دی.

| ائتلافي حکومت جوړولو باندي د پاکستاني ګوندونو هوکړه