بهرني راپورونه

روسيه: منځنۍ اسيا ته لاهم د افغانستان ترهګريز ګواښ موجود دی

منځنۍ اسيا

د روسيي د دفاع وزير ددې هيواد د لوړپوړو چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان څخه منځنۍ اسيا ته د ترهګريزو ډلو په تير بيا داعش ډلې د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د راپورونو له مخې د سه شنبې په ورځ په دغه کتنه کې د روسيې د دفاع وزير سرګي شويګو وويل د منځنۍ اسيا وضعيت لاهم پيچلی دی او تر ټولو ډير ګواښونه د افغانستان څخه دي.

د دفاع وزير وويل داعش خراسان څانګې تېر کال په منځنۍ اسيا کې خپل نفوذ پراخ کړی او د خپلو ځواکونو شمېر يې ۱۵ زرو ته لوړ کړی دی.

د روسیې د دفاع وزیر په وینا، داعش په منځنۍ اسیا کې د خپلو افراطي افکارو د خپرولو او د ګډ امنیتي تړون سازمان په جنوبي پولو کې د تخریبي فعالیتونه د پیلولو په لټه کې دي.

سرګي شويګو همدا راز وويل د اټکلونو له مخې په وروستيو کې د نشه یي توکو تولید او بیا د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د هغې قاچاق ۲۰ سلنه زیات شوی دی.

د روسيې د دفاع وزير د دغو څرګندونو په هکله تر دا مهاله طالبانو څه ندي ويلې خو وړاندي يې ويلې و چې په افغانستان کي يې داعش ډله سخته ځپلې او د بريدونو توان نلري.

تر دې وړاندي د ګډ امنیتي تړون سازمان تر ټولو لوړ پوړي پوځي چارواکي اندري سردیوکوف هم د تاجیکستان او افغانستان پولو ته څېرمه د اسلامي دولت ډلې داعش او د تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د وسله والو د حضور د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و.

د ګډ امنیتي تړون سازمان چارواکو دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د روزنیزو کمپونو شبکه روزنځايونه او د بهرنیو جنګیالیو شتون د دغه هېواد په شمالي ولایتونو کې پراخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم دوې اونۍ وړاندي په یوه راپور کې ويلې و چې طالبان لا هم د القاعده ډلې سره اړيکي لري او دا ډله اوس په افغانستان کې په اته نويو روزنيز کمپونو کې خپل سرتيري روزي.

طالبانو د ملکرو ملتونو د امنيت شورا دا راپور رد کړی او دا يې د خپل حکومت په وړاندي دسيسه بللې.

دا په داسي حال کې ده چې جرمني، بريټانيا او يو شمېر اروپايي هيوادونو د افغانستان وروستيو بريدونو ته په اشارې خپلو وګړو ته امر چې دې هيواد ته له تګ څخه ډډه وکړې.

| جان هوون: د طالبانو واکمنۍ سره په سيمه کې ترهګري ډلې زړوري شوي