سپورت کرکټ

افغانستان نن د ايرلېنډ په وړاندي يوازينۍ ټيسټ لوبه پيلوي

ټيسټ لوبه

ټاکل شوې ده چې افغانستان به نن چهار شنبه په متحده عربي اماراتو د ايرلنډ لوبډلې په وړاندې يوازينۍ ټيسټ سيالۍ پيل کړې.

افغان کرکټ بورډ ويلې دغه ټيسټ لوبه به د متحده عربي اماراتو په ټولورينس لوبغالي کې د غرمې پر ۱۱:۰۰ بجې پيل شې.

کرکټ بورډ دوې ورځې وړاندي و دغې سيالۍ ته د لوبډلې نوم لړ اعلان کړ، چې پکې ځيني ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکول شوي.

د لوبډلمشر حشمت شاهدي په ګډون په لوبډله کې رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمالک، نور علي ځدراڼ، ناصر جمال، بهير شاه، کريم جنت، اکرام علي خيل، ضاهر پکتين، ضيا اکبر، نويد ځدراڼ، نجات مسعود، ابراهيم عبدالرحيمزي او خليل ګربز شامل دي.

افغان کرکټ لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې د ټيسټ لوبو حيثيت ترلاسه کړ، تر دا مهاله ټولې ۸ ټيسټ لوبې کړې چې درې لوبي يې د زمبابوې، ايرلنډ، او بنګله ديش څخه ګټلې او پاتي پنځه يې پر بنګله ديش، هند، سريلانکا، ويسټ انډيز او زمبابوې بايللې دي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلي ويکټ کيپر لوبغاړي رحمان الله ګربز چې په لومړي ځل يې ټيسټ نوم لړ کې ځان ځای کړی په یوه مرکه کې ويلې دداسي لوبې هڅه به وکړم چې افغانان یې ټول عمر ياد وساتي.

ددې تر څنګ ځوان پياوړی سپينر لوبغاړی خليل ګربز هم په یوه مرکه کي ويلې هڅه به وکړې چې افغانستان ته ډېر وياړونه راوړي، او يوازينۍ ټيسټ لوبه په بريا سره پای ته ورسوي.

دا په داسي حال کې ده چې افغانستان به د ټيسټ لوبې وروسته له ايرلنډ لوبډلې سره د يو ورځنيو او شل اوره لوبو لړۍ هم ترسره کړې.