اقتصاد کورني خبرونه

د طالبانو يوه پلاوي په ايران کې د چابهار بندر څخه ليدنه کړې

د چابهار بندر

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت یو اقتصادي پلاوي ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د چا‌بهار بندر څخه ليدنه کړې.

د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې د طالبانو د حکومت دغه تخنيکي او اقتصادي پلاوي د چابهار بندر په ازاده تجارتي او صنعتي سيمه کې د افغان سوداګرو لپاره د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو د ارزونې لپاره دې بند ته سفر کړی.

ايرنا اژانس د چابهار بندر ديوه چارواکي له قوله ليکلې د افغان پلاوي د سفر پر مهال به په دې بند کې د استوګنې د کورونو، اقتصاد او هوټلدارۍ په برخه کې د څو پروژو پرانيسته هم ترسره شې.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم د پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې ستونزې همداسي رواني وې، چې د وخت ولسمشر د چابهار بندر او هوايي د هليز ‌ د پرانيستلو له لاري دې ستونزو ته د پای ټکی کښېښود.

افغانستان په وچه کې ګير هغه هيواد دی، چې سمندر ته لار نلرې، او خپله ټوله سوداګري او راکړه ورکړه د پاکستان له لاري ترسره کوي، خو په وروستيو کې د پاکستاني چاروکو له لوري سوداګري او ترانزیټ ته د ستونزو جوړولو سره طالبان غواړې د چابهار بندر له لاري د نړۍ سره وصل شې، او له دې لاري تجارت ته پراخيتا ورکړې.

دا په داسي حال کې ده چې د هند څخه راغلي ۳۰۰ کانټينر موټرونه چې ډیری يې درمل او خوراکي توکې دي د کابو پنځو میاشتو راهسي پاکستان کې ايسار دي او ورته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

| د هوايي دهلېز له لارې له دوبۍ څخه بلخ ته ۱۶ ټنه برېښنايي توکي رارسېدلي