راپورونه کورني راپورونه

نوري خان هغه افغان عکاس چې د دوو کالو راهيسي طالبانو په لسګونه ځله بندي کړی

نوري خان

يو افغان انځورنيوونکی چې د طالبانو د زندانونو څخه نيولې تر بلغاريا پورې يې زندانونو تېر کړي، بيرته افغانستان ته ډيپورټ شوی دی. چې اوس په هېواد کې د بې کارۍ له وجي د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نوري خان د تېر جمهوريت پرمهال د افغانستان د تاريخي سيمو عکاسي کوله چې په دې برخه کې يې د يو شمېر خصوصي بنسټونو سره د عکاسۍ او انځور نيونې په برخه کې کار هم کړی دی، خو اوس په افغانستان کې په خپلځاني توګه د عکاسۍ کولو د بنديزونو او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نور‌ي خان ځلا نيوز سره د خبرو پرمهال وويل «د ماشوموالي څخه مې دا شوق وو چې زه به عکاس جوړېږم او د خپل وطن تاريخي سيمي به نړۍ ته د يوه مثبت انځور په توګه ښايم، همداسي مې وکړه تقريباً د هېواد په ټولو ولايتونو کې په خپل شخصي لګښت وګرځېدم، د ډېرو تاريخي ځايونو انځورونه او ويډيوګانې مي جوړي کړې، چې زما زيات انځورونه خلکو خوښ کړه او په ډېرو معتبرو ويبپاڼو او رسنيو کې خپاره هم شوه.»

ښاغلی نوري همدارنګه وايي، چې په دې وروستيو کې ځينو ولايتونو ته د سفرونو پرمهال څو ځله د طالبانو استخباراتو نيولی دی، چې په وروستي ځل يې د انځورونو او ويډيوګانو ځانګړی فلش او ډيټا د طالبانو لخوا له منځه وړل شوې ده.

ښاغلي نوري همدارنګه زياتوي« دا چې په وطن کې راته پر ګرځېدو هم بنديزونه ولګېده نو غوره مې وګڼله چې ځان اروپا ته ورسوم، ترڅو هلته خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړم. دا چي کومه قانوني لار مي پيدانکړه نو په کرغېړنه قاچاقي لاره مي سفر پیل کړ چې لومړی ايران، بيا ترکيې او بيا د هغه ځايه اروپا ته روان شوم چې په بلغاريا هېواد کې ونيول شوم او د څو مياشتو زندان وروسته يې بيرته افغانستان ته را ډيپورټ کړم.»

نوري خان چې اوس په هېواد کې د يوې رسنيزې دندې په لټه کې دی وايي، « څو ځله هغو ملګرو او دوستانو د دندي راکولو ژمنه راسره وکړه کوم چې د افغانستان په رسنيو کې مسوليتونه لري، خو له بده مرغه تر اوسه پورې هیچا هم خپله ژمنه پوره نه کړه او زه بې دندې يم.»

ښاغلی نوري همدارنګه وايي، چې اوس غواړي په هېواد کې د يوې رسنۍ سره د يوه راپور جوړوونکي، انځور اخيستونکي او سفر کوونکي په توګه دنده تر سره کړي، دی وايي چې داسي يوه طرحه يې جوړه کړې چې د يوې ټلوېزوني خپروني له لارې به د هېواد هغه تاريخي سيمي افغانانو او نړیوالو ته را څرګندي کړي کومي چې بېخي له پامه غورځول شوي دي.

د نوري خان ځيني هغه انځورونه چې د هېواد د يو شمېر تاريخي کلاګانو، لويو لارو او نورو ځايونو څخه يې اخيستي، د کورنيو رسنيو تر څنګ په يو شمېر نړيوالو رسنيو او ويبپاڼو کې هم خپاره شوي دي.

د نوري خان يوه نژدې ملګري (شفيع الله همت) ځلا نيوز ته وويل: « ما په نوري خان کې داسې کمال ليدلی چې په يواځي ځان هم کامره چلوي، هم خبري کوي او هم نوري تخنيکي چاري خپله تر سره کوي، لنډه دا چې نوري خان په خاورو کې پروت يو لعل دی، خو څوک يې په آرزښت نه پوهېږي.»

شفيع الله همت همدارنګه زياتوي، «که څه هم زما ملګری نوري صيب په خپله برخه کې يو مسلکي کس دی او د ځينو بنسټونو سره د کار تجربه هم لري خو بيا هم بې دندې دی، زه په هېواد کې پر فعالو رسنيو غږ کوم چې ښاغلي نوري خان ته دې د ده د مسلک اړوند يوه خپرونه جوړه کړي تر څو د ده خپرونه رسنۍ او هېواد ته ګټه ورسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دوه نيمو کالو راهيسي پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي په لسګونه انځوریزې، غږيزې او چاپي رسنۍ د يو لړ بنديزونو او اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوي دي چې د همدې له کبله ډېر خبريالان او مسلکي کسان بې دندې شوي دي.

| د خبريالانو نړيوالې کمېټې له طالبانو غوښتي چې پر خبریالانو دې تشدد بند کړي