سپورت کرکټ

افغان ابداليان لوبډله د سريلانکا الف لوبډلې سره د لوبو لپاره سريلانکا ته ځي

افغان ابداليان لوبډله

افغانستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې افغان ابداليان لوبډله به د اپريل په مياشت کې د سريلانکا الف لوبډلې سره د څوو سياليو لپاره دې هيواد ته ولاړه شې.

کرکټ بورډ ويلې چې د سريلانکا په کوربتوب به افغان ابداليان لوبډله له دې لوبډلې سره یوه څلور ورځنۍ او پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې.

د کرکټ بورډ بيان کاږې چې دغه لوبې به د اپريل مياشتي په ۲۸ نېټه پيل شې، او د مې مياشتي تر ۱۴ نيټې به دوام وکړې.

تر دې وړاندي افغان کرکټ کرکټ ملي لوبډلې هم د سريلانکا پسره په دې هيواد کې د دريو واړو فارمټونو لوبې ترسره کړې، چې پکې د يوې بريا تر څنګ شپږ ماتي وخوړلې.

افغان کرکټ ملي لوبډله د سريلانکا له لورې تر سختو ماتو وروسته اماراتو ته لاړه او هلته به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په خپل کوربتوب د ايرلنډ هيواد سره ټيسټ لوبه پيل کړې.

کرکټ بورډ ويلې چې افغان کرکټ لوبډله به ايرلنډ د سياليو وروسته د زمبابوی لوبډلې سره هم ورته سريزونه ترسره کړې.

دا په داسي حال کې ده چې د کرکټ بورډ د خبر له مخې د عمان کرکټ بورډ سره خبرې پيل شوي دي، تر څو افغانستان ته د سياليو لپاره سفر ترسره کړې.

| تر شپږو ماتو وروسته افغان لوبډلې لومړۍ بريا خپله کړه