حادثې کورني خبرونه

هلمند کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ترافيکي پېښه

په هلمند ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، چې د څلورنۍ/چهارشنبې په مازدیګر ۲ بجې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي وياند قاسم رياض رسنيو ته ويلي، چې دغه ترافيکي پېښه د لښکرګاه په ښار کې رامنځته شوې ده.

د رياض په وينا، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ١١ نور ټپيان شوي دي چې په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د ترافيکي پېښو کچه ډېره لوړه شوې، چې له امله يې يو شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

تر دې وړاندې تازه په يوه بله پېښه چې په سمنګانو ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله د دوو ښځو او پنځو نارينه و په ګډون اووه تنه وژل شوي وو او دوه تنه نور ټپيان شوي وو.

د پوهانو په وينا، د سړکونو خرابوالى او د معيارونو نه مراعت، د موټر چلوونکو بې احتياطي، د ترافيکي قوانينو نه مراعت او پر ځينو لارو د تېرېدو ستونزې د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لاملونه دي.

| سمنګان کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې