حادثې کورني خبرونه

هرات کې د يوه خصوصي ښوونځي سمبالګر د ناپېژاندو لخوا وژل شوی دی

سمبالګر

د هرات ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، نامالومو وسله والو په دغه ولایت کې د یوه خصوصي ښوونځي سمبالګر (مدیر) په ډزو وژلی دی.

سرچينو د کب/حوت په ٣مه، رسنیو ته وويل، چې د ياد سمبالګر د وژنې پېښه تېره ورځ ماسپښين مهال د هرات ښار د ” قول اردو ” په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، ناپېژاندو وسله والو د “قل اردو” په سيمه کې د روښان زمريان په شخصي ښوونځي بريد کړى او سمبالګر (مدير) يې وژلى دى.

د سرچينې د مالوماتو له مخې، نامالومو وسله والو د دغه ښوونځي يو شمېر کارکوونکي هم وهلي دي.

له دې سره یوه بله سرچینه زیاتوي، که څه هم بریدګرو یو شمېر ټیلیفونونه راټول کړي او له ځانه سره یې وړي، خو دوی غله نه وو او دا برید د دوی له لوري شوی دی.

په هرات ولایت کې د طالبانو مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په هرات کې د يوه ښوونکي مړى د دغه ولايت په باغ دشت سيمه کې تر تښتول کېدو وروسته موندل شوى و.

دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې طالبانو تل ادعا کړې چې په هیواد کې ملي امنیت او د خلکو ژوند او مال خوندي دی.

| ناپېژاندو وسله والو په نيمروز کې يو کس په ډزو وژلی