سپورت کرکټ

تر شپږو ماتو وروسته افغان لوبډلې لومړۍ بريا خپله کړه

افغان لوبډلې

د سريلانکا او افغانستان تر منځ د شل اوره لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې چې تېره شپه ترسره شوه، افغان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته توپ وهنه پيل کړه او په ټاکل شويو شل اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په زيان ۲۰۹ منډې جوړي کړې.

د افغان لوبډلې په دغه لوبه کې رحمان الله ګربز۷۰ حضرت الله ځاځي۴۵ عظمت عمرزي ۳۱ محمد نبي او اسحاق رحيمي ۱۶-۱۶ منډې جوړ کړې.

په دوهمه پاڼۍ کې د سريلانکا لوبغاړو زړوره توپوهنه پيل کړه، نيسانکا ۶۰ کمنډو منډيس ۶۵ منډي جوړي خو په وروستي اور کي يې ۱۹ منډې له وفادار مهمند څخه ترلاسه نکړې، او لوبه یې په ۳ منډو افغانستان ته وبايله.

د افغانستان لپاره محمد نبي ۲ قيس احمد، نور احمد او فريد ملک ۱-۱ لوبغاړی وسوځوی، او د خپل ټاکل شوي هدف څخه یې دفاع وکړه.

د افغان کرکټ مينوال په دې باور دي چې د سريلانکا سره د لوبو کولو يوه ګټه د اسحاق رحيمي او نويد ځدراڼ را ښکاره کېدل و، دوی واقعآ پياوړي ځوان لوبغاړي دي.

د عيسي خان تسل په نوم د افغان کرکټ لوبډلې مينوال او مبصر پر ټولنيزه رسنۍ فيسبوک ليکلې، د سريلانکا سفر واقعأ د ترخو خاطرو ډک، خو د نويد ځدراڼ او اسحاق رحيمي غونډي غميو ښکاره کېدل يوه لاسته راوړنه ده، همدارنګه يو شمېر افغانان په وروستيو کې ناهيلي شوي وو خو د دې بريا وروسته يې بيرته هيله مندۍ ډېره شوې ده.

سريلانکا افغانستان ته په يوازينۍ ټيسټ، دريو يو ورځنيو او دوو شل اوره لوبو کې ماتي ورکړه، خو وروستۍ شل اوره لوبه بيا افغانستان په دريو منډو وګټله او رحمان الله ګربز غوره لوبغاری وټاکل شو.

هېره دي نه وې چې افغان کرکټ ملي لوبډله به نن د مهالوېش سره سم اماراتو ته سفر وکړي او هلته به په خپل کوربتوب د ايرلنډ سره د دريو واړو فارمټونو لوبې ترسره کړې.

| د سريلانکا سره د افغانستان وروستۍ لوبه او مخکينیو ماتو ته کتنه