سپورت کرکټ

د سريلانکا سره د افغانستان وروستۍ لوبه او مخکينیو ماتو ته کتنه

لوبه

ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه د افغانستان پر وخت د ماښام ۶:۰۰ بجې د سريلانکا په ډمبولا ښار کې د افغانستان او سریلانکا لوبډلې ترمنځ وروستۍ شل اوره لوبه ترسره شې.

تر دې وړاندي سريلانکا د افغانستان څخه یوه ټيسټ، درې يو ورځنۍ او دوې شل اوره لوبې ګټلې او وروستۍ لوبه به نن ترسره شې.

افغان کرکټ بورډ د وروستيو ماتو له کبله له سختو انتقادونو سره مخ دی، خو دې لوبي لپاره يې د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی.

کرکټ بورډ ليکلې افغان لوبغاړي د دوو ورځو راهیسې دريمې سيالۍ لپاره په تياري بوخت دې او ښايې دا لوبه افغانستان وګټې.

د کرکټ پخوانیو لوبغاړو، مبصرينو او د کرکټ مینوالو د کرکټ بورډ، غوراوي کمیټې او کوچينګ پر چارو سختې نيوکې کړې او دايې د يوې ادارې کمزوری مديريت بللی.

اصغر افغان چې وړاندې د افغان ملي لوبډلې د درو واړو فارمټونو کپتان پاتي شوی، نيوکه کړې چې کرکټ بورډ او کپټانان هيڅ ښه مدیریت نلرې.

ښاغلي افغان ليکلې که څه هم افغان لوبغاړي پياوړي با انرژي او مبارزه کوونکې لوبغاړي دي، خو غلطه ګپټنسي او د لوبډلې په ټاکنه کې غلطي پرېکړي ددې لامل شوې چې افغانستان سختي ماتي وخوري.

خبريال او د کرکټ مبصر جعفر هاند هم پر ټولنيزو رسنيو کې پر بورډ او غوراوي کمیټې سختي نیوکې کړې او ټول يې ددې ماتو مسؤل بللي.

هاند ليکلې، که څه هم د غوراوي کمیټې مخکيني مسؤل اسد الله خان د ځينو پټو رازونو څخه پرده پورته کړه، کرکټ بورډ په داسي حال کې چې څېړنې وکړې او وضاحت ورکړې، ددې پرځاي يې اسد الله خان له دندي ليري او پر ځای يې سرپرست وټاکه.

اوس سوال دادی چې غوراوي کميټه د لوبغاړو د ټاکلو مسؤله نده، او بورډ هم ويلې چې دوی لوبغاړي نه انتخابوي نو بيا دا لوبډله چا انتخاب او ولي يې پکې ځيني داسي لوبغاړي راوستل چې هيڅ آينده نلرې؟

داسي ښکاري چې د شل اوره لوبو د لوبډلې په ټاکنه کې د ځینو لوبغاړو او کپټانانو لاس دی او آن ځيني خو وايي چې لوبډلمشران په خپله خوښه لوبډله ټاکي او چاته اجازه نه ورکوي چې ددوی د خوښي پرته لوبغاړي دي پکې ولوبیږي.

هېره دي نه وې چي افغان کرکټ ملي لوبډله به د پنج شنبې په ورځ د سريلانکا څخه د دوبۍ په لور وکوچېږي او هلته به د ايرلنډ په وړاندي د درو واړو فارمټونو لوبې ترسره کړي.

| سريلانکا په لومړۍ شل اوره لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه