راپورونه کورني راپورونه

د کندهار والي لخوا پر انځور اخيستو د بنديز وروسته به رسنيزو چارې څنګه وي؟

انځور اخيستو د بنديز

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د والي له لوري د خلکو د انځور اخیستو او فلم اخیستلو د منع کولو له حکم وروسته، د دغه ولایت یو شمېر خبریالانو ویلي، چې د دغې ډلې چارواکي به له ویډیويي مرکې سره موافق نه وي.

خبریالانو د دونۍ/دوشنبې په ورځ د سلواغې پر ۳۰مه رسنیو ته وویل چې په ورته وخت کې طالبانو خبریالانو ته ویلي چې د انځور اخيستو د بنديز په تړاو د خبرونو له خپرولو ډډه وکړي.

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو والي ملا شیرین وړمه ورځ د سلواغې پر ۲۹ مه په یوه رسمي مکتوب کې د دغې ډلې د دولتي ادارو مسوولینو ته امر کړی چې په رسمي او غیر رسمي غونډو کې دې له عکسونو او ویډیوګانو ډډه وکړي.

پر ويډيو او انځور اخيستو د بنديز له دې حکم وروسته په کندهار کې د طالبانو ډلې د والي دفتر هم په خپلو خبرپاڼو کې د انځور له خپرولو ډډه وکړه او یوازې یې د خبرپاڼې متن خپور کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې طالب ډله هڅه کوي چې په افغانستان کې د رسنیو وضعیت د دې ډلې تر کنټرول لاندې راولي لکه څنګه چې د دوی د واکمنۍ په پخوانۍ دوره کې وو.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز تر دې مخکې خبر ورکړی و، چې طالبانو د خبریالانو له نظره پرته د رسنیو په تړاو لږ تر لږه شپږ ځانګړي “لارښوونې” چمتو کړي او عملي کول یې لازمي بللي دي.

د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، دغه لارښوونو، چې قانوني بنسټ یې نه دی تعریف شوی او ځینې مواد یې ناڅرګند او مبهم دي، د ازادو رسنیو او خبریالانو پر وړاندې سخت او زیاتېدونکي محدودیتونه وضع کړي دي.

بلخوا د طالبانو د ارګ پاڼې هم د دغه بنديز وروسته د ويډيوګانو او انځورونو د خپرولو څخه ډ ډه کړې ده.

راپور: محبوب حکيمي

| ملا شيرين اخند به پاکستاني چارواکو ته کوم پيغام ورسوي؟