بهرني راپورونه

امريکا په سرې بحيرې کې پر حوثيانو نوي بريدونه کړي دي

سرې بحيرې

د امريکا د پوځ مرکزي قومنداني سنټګام وايې چې تېره ورځ يې د ځان څخه د دفاع په موخه په سره سمندرګي کې پر حوثيانو پنځه بريالي بريدونه کړې او ياد اهداف یې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

سنټګام وايې چې دغه بريدونه یې سرې بحيرې کې د حوثيانو تر ولکې لاندي سيمو کې د ځمکې او سمندرګي له لاري د حملو شنډولو لپاره کړي دي.

دغې قومندانۍ ويلې چې په دغو بريدونو کې د کښتۍ ضد درې کروز ميزاييل، يوه تر لوبو لاندي بې چلونکي کښتۍ او يوه د اوبو پر سر بې چلونکې کښتۍ لمنځه وړي دي.

د امريکا د پوځ مرکزي قومنداني ويلې دغه بريالي بريدونه په دوو وختونو کې ماسپښين او ماښام شوي، او ياد اهداف يې لمنځه وړي دي.

سپينه ماڼۍ وايې دا بريدونه د هغو اقداماتو برخه ده، چې امريکا او متحدان يې په سرې بحيرې کې د حوثيانو په وړاندي کوي، او هدف یې په سره سمندرګي کې د کښتيو پر تګ راتګ د حوثيانو د بريدونه مخنيوی دی.

امريکا او بريټانيا حوثي ډله يو ځل بيا د ترهګرو په تورليست کې شامله کړې، او ايران يې تورن کړی چې ورسره پوځي مرستې کوي.

ايران بيا د امريکا او بريټانيا ياد تورونه رد کړې او دايې د ځان په وړاندي د غرب دسيسه بللې.

د اکتوبر مياشتي راهيسي له کومه چې اسرايل او حماس ډله په جګړه اخته شوي، حوثيانو په سرې بحيرې کې د اسرايلو په ملاتړ پر روانو کښتيو بریدونه پیل کړي، او آن دا چې په عدن خليج کې يې د امریکا او بريټانيا يو شمېر باروړونکې او پوځي کښتۍ هم په توغنديو ويشتلې دي.

امريکا او بريټانيا هم په غبرګون کې په يمن کې د حوثيانو پر لسګونو اهدافو بریدونه وکړل، چې پکې يې ددې ډلې تر ۵۰ ډېر اهداف لمنځه يو وړل.

دا په داسي حال کې ده چې حوثي ډلې تېره اونۍ هم په عدن خليج کې د بريټانيا د نفتو يوه بيړۍ په کروز ميزايل ويشتلې او په بيړۍ کې اورلګېدنه رامنځته شوې.