ساینس او ​​​​ټیکنالوژي علمي

طالبانو په نيمروز کې يو ښوونځی په نظامي پوسته بدل کړی

نيمروز کې يو ښوونځی

طالبانو په نيمروز کې يو ښوونځی چې د ايران پولي ته نژدې موقعيت لري، په نظامي پوسته بدل کړی دی.

سرچينو پرون يونۍ/يکشنبه د سلواغې ۲۹مه رسنيو ته ويلي، چې دا ښوونځی د نيمروز ولايت په (خوګه) کې چې د ايران پولي ته نژدې سيمه ده، موقعيت لري.

که څه هم طالبانو په رسمي توګه نه دي ويلي چې په  نيمروز کې يو ښوونځی په پوسته بدل کړی ، مګر په همدې حال د طالبانو له منځه يوې سرچينې ويلي چې دا نظامي پوسته يې د ايران سره د وروستيو کړکېچونو په خاطر جوړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تېرو څه باندې دوه کلونو واکمنۍ راهيسي په ځلونو د ايران سره پر پوله په شخړه اخته شوي دي او په دغو شخړو کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ويل کېږي چې د طالبانو او ايراني ځواکونو ترمنځ کله ناکله نښتې د دې لامل شوې دي چې د ورېښمو لار بنده شي.

| د کندهار په ځينو مدرسو کې په اردو ژبه تدريس کېږي