حادثې کورني خبرونه

سمنګان کې په يوه ترافيکي پېښه کې ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ترافيکي پېښه

د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکي پېښو په دوام سره تازه په سمنګان کې يوه ترافيکي پېښه شوې.

د سمنګان د طالبانو مسؤلينو رسنیو ته ويلي، چې دا ترافيکي پېښه پرون د خالي/شنبې په ورځ د سلواغې پر ۲۸مه نېټه د سمنګان او بلخ پر لويه لاره باندې شوې ده.

د مسؤلينو لخوا د ترلاسه شوو مالوماتو پر بنسټ په دې ترافيکي پېښه کې درې تنه وژل شوي او څلور تنه نور پکې ژوبل شوي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو مياشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په ترافيکي پېښو کې زياتوالی راغلی دی.

ويل کېږي چې د موټر چلوونکو بې احتياطي او بې پروايي، د ټاکل شوي حد څخه زيات سرعت، د سړکونو خرابي، د ترافيکي نښو او ترافيکي مقرراتو نه شتون د دې لاملونه دې چي ترافيکي پېښي رامنځته شي.

د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د حکومت څخه غواړي چې د موټر چلونې د سند پرته دې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې موټر وچلوي، د دوی په باور ډېري ترافيکي پېښي ځکه رامنځته کېږي چې اکثره موټر چلوونکي د موټر چلونې معيار نه پېژني.

| ناپېژاندو وسله والو په نيمروز کې يو کس په ډزو وژلی