اقتصاد کورني خبرونه

نړيوال بانک په افغانستان کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کارونو د پيل خبر ورکړ

کاسا ۱۰۰۰

نړيوال بانک څخه په يوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا بانک به په افغانستان کې د انرژۍ د ليږد کاسا ۱۰۰۰ پروژې چاري بيا پيل کړي.

نړيوال بانک د کاسا ۱۰۰۰ په اړه په دغه بيان کې ويلې چې د بانک اجرايوي مديره پلاوي د افغانستان د خلکو څخه د ملاتړ په موخه د ۳.۰کړنلاري په نوم يوه لايحه هم تصويب کړې.

د نړيوال بانک اعلاميه زياتوي چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې کار به د افغانستان د درېيو ګاونډیو هيوادونو په غوښتنه پيل شې، تر څو يوې سرګرداني شتمنۍ ته ددې پروژې د بدلېدو له خطر څخه مخنيوی وشي.

نړيوال بانک ټینګار کړی چې د یادې پروژې کار به داسې پیل شي چې دا تضمین شي چې د جوړولو ټول مصارف او راتلونکي عواید به یې له افغانستانه بهر مدیریت شي او د طالبانو له لاسرسۍ څخه به لیرې وي.

کاسا-۱۰۰۰ د ۱،۲ میلیارد ډالرو په ارزښت له تاجکستان او قرغزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د انرژۍ د لېږد پروژه ده.

نړیوال بانک په دغه اعلاميه کې ویلي چې په درېیو نورو هېوادونو کې د دې پروژې کار تقریبا پای ته رسیدلی او یوازې په افغانستان کې لاهم نيمګړی پاتي دی.

د کاسا۱۰۰۰ پروژې چاري په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څه موده وروسته ودرول شوې، خو اوس نړيوال بانک د بيا پيل خبر ورکړی.

د نړيوال بانک په ملاتړ د کاسا۱۰۰۰ پروژې له لارې به ۱۳۰۰ میګاواټه برېښنا له تاجکستان او قرغزستان څخه افغانستان ته او ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پاکستان ته ورکړل شي.

طالبانو که څه هم د نړيوال بانک ددې خبر په ورکولو څه ندي ويلې خو وړاندي يې له نړيوال بانک او ټولو بهرنیو بنسټونو څخه غوښتي وه چې خپلې نیمګړې پروژې بشپړي کړي.

د تير جمهوري نظام پر مهال ويل شوي وه چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې له لاري به د افغانستان بوديجې ته په کلني ډول د ۴۰ تر ۴۵ ميليونه ډالر عايد جمع شې.

هيره دي نه وي چې په ۲۰۲۰ کال کې، د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا پروژې د عملي کار پرانیسته وکړه او ویې ویل چې دا پروژه د افغانستان د اقتصاد لپاره یوه نوې دروازه ده.

| طالبان: د ۱۰ ميليارده افغانیو په ارزښت د ۲۴ ملي پروژو تړونونه منظور شول