بهرني راپورونه

اسلام اباد کې يو افغان‌پناه غوښتونکي د هغه دوسيې ته دنه‌رسيدګۍ په پار ځان وژنه کړې

ځان وژنه کړې

د اسلام اباد پوليسو خبر ورکړی چې يو افغان کډوال کاناډا ته د کډوالۍ د دوسيې د ځنډ په پار ځان وژنه کړې ده.

د پوليسو په خبره دغه کس پرون د جمعې د ورځې په ماښام د سلواغې پر ۲۷مه نېټه د اسلام اباد د باره‌ کوه په سيمه کې ځان وژنه کړې ده.

پوليسو د دې پناه غوښتونکي د مېرمنې له خولې ويلي چې د دې کس د ځان وژني دليل د هغه د پناه غوښتنې دوسيې ته نه پاملرنه وه.

د اسلام اباد پوليسو پر ايکس پاڼه ليکلي چې دغه کس تر دې وړاندې هم يو ځل د ځان وژنې هڅه کړې وه.

په همدې حال د اسلام اباد په باره کوه سيمه کې نورو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د افغانستان انټرنېشنل ټلوېزون ته ويلي چې دغه کس په خپل کور کې ځان راځړولی دی.

د سرچينو په وينا دغه پناه غوښتونکی چې محمد شفايي نومېده د غزني ولايت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې جنازه يې د روغتون څخه د باره کوه سيمي يوه جومات ته د غسل ورکولو لپاره لېږل شوی ده او بيا به افغانستان ته لېږدول کېږي.

دا په پاکستان کې د افغان پناه غوښتونکو لومړنۍ ځان وژنه نه ده، تر دې وړاندې هم يو شمېر افغان پناه غوښتونکو د نړيوالو ادارو، سفارتونو او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفترونو مخونو ته ځان وژنې کړي دي او يا يې ځانونو ته اور بل کړی دی.

تېره اوونۍ په پېښور کې هم د ملګرو ملتونو د کډوالۍ دفتر يا يونيسيار مخې ته يو افغان پناه غوښتونکي د هغه د دوسيې د نامالوم برخلیک په پار ځان ته اور بل کړی وو.

| پاکستان لسګونه هغه افغانان افغانستان ته شړلي کوم چې امريکا ته تلونکې وه