سپورت کرکټ

سريلانکا د افغانستان څخه د يو ورځنيو لوبو د لړۍ درې واړه لوبې وګټلې

درې واړه لوبې وګټلې

سريلانکا او افغانستان تر منځ د یو ورځنيو لوبو د لړۍ دريمه لوبه تېره ورځ چهارشنبه د کينډي په پاليکلي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې سريلانکا د اوو ويکټو په زيان افغانستان ته پکې ماته ورکړه او سريلانکا درې واړه لوبې وګټلې .

افغانستان د پچې تر ګټلو وروسته د خپلو ټولو لوبغاړو په زيان سريلانکا ته ۲۶۹ منډې هدف ورکړ، چې پکې رحمت شاه تر ټولو ډيري ۶۵ منډې ترسره کړې.

په بيټينګ کې تر رحمت شاه وروسته عظمت الله عمرزي ۵۴ رحمن الله ګربز۴۸ او اکرام علي خيل ۳۲ ډېري منډي ترسره کړې.

د توپ اچونې په برخه کي بيا د سريلانکا مدوشن۳، دننجايا، ويلالګي او فيرننډو دوه -دوه لوبغاړي وسوځول.

د سريلانکا لوبډلې اوپنر توپوهونکو یو وار بیا ښه پيل وکړ، د دوی لومړنۍ وېکټ په ۱۷۳ منډو وسوځېده او بیا یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۶م اور کې ياد هدف پوره کړ.

په دغه لوبه کې د سريلانکا پيليزو لوبغاړو، پټوم نساکا سلیزه ووهله، او اوېشکا فیرنینډو بيا په ۹۱ منډو وسوځېد.

د توپ اچونې په برخه کې افغان لوبغاړي قیس احمد دوه او محمدنبي یوه وېکټ ترلاسه کړه خو نور هيڅ توپ اچوونکی د ويکټې په اخيستلو بريالی نشو.

د يو ورځنيو لوبو د یادې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ۴۲ او په دوهمې کې بیا د ۱۵۵ منډو په توپیر ماتې خوړلې وې.

که څه هم د افغانستان څخه سريلانکا دغه درې واړه لوبې وګټلې خو هیره دي نه وي چې افغانستان به د رواني فبروري مياشتي پر ۱۷مه د کوربه سريلانکا لوبډلې په وړاندي د دريو شل اوره لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه ترسره کړي.