سپورت کرکټ

افغانستان به نن د سريلانکا په وړاندي دوهمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې

دوهمه يو ورځنۍ لوبه

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان پر وخت د ماپښين پر ۱:۳۰ بجه افغان لوبډله د سريلانکا په وړاندي د رواني لوبلړۍ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره کړې.

افغان کرکټ بورډ په ټولنيزو رسنيو د لوبغاړو د تمريناتو انځورونه خپاره کړي دي، چې نن دوهمه يو ورځنۍ لوبه ده او د لوبغاړو د چمتوالي خبره يې کړې ده.

ددې لوبلړۍ لومړۍ پنځوس اوره لوبه د جمعې په ورځ سريلانکا د ۴۲ منډو په توپير وګټله، اوپنر لوبغاړي نيسانکا يې غبرګي سليزي ووهلې.

سريلانکا په دغه لوبه کې زړوره توپوهنه وکړه او افغانستان ته یې په ټاکل شويو پنځوسو اورونو کې ۳۸۲ هدف کښېښود.

د افغان لوبډلې په ګټه فريد احمد ملک دوه او محمد نبي یو لوبغاړی وسوځاوه‌

که څه هم افغان اوپنران او ون ډاون لوبغاړي ښه ونه ځلېدل خو د عظمت عمرزي او محمد نبي د شپږمې ويکټې سترې ملګرتيا افغانستان ته هيلي ورپيدا کړې.

په دغه لوبه کې محمد نبي ۱۳۹ او عظمت عمرزي ۱۴۹ ناسوځېدلې منډي وکړې، خو افغان لوبډله يې بريا ته ونه سوله.

د افغانستان او سریلانکا تر منځ دغه يو ورځنۍ لوبي د کينډي ښار په پاليکلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

په دغو لوبو کې د افغانستان پياوړي سپينران راشد خان او مجيب الرحمن بيا د نه جوړتیا په خاطر په لوبه کې ندي اخيستل شوي.

بايد وويل شې افغان لوبغاړي د سريلانکا لوبډلې سره دوهمه يو ورځنۍ لوبه او دريو واړو فارمټونو د لوبولو وروسته په امارتو کې په خپل کوربتوب د ايرلنډ سره ورته لوبي لري.

| افغانستان به نن د سريلانکا په وړاندي د يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه ترسره کړي