راپورونه کورني راپورونه

ننګرهار پوهنتون کې د اقليمي بدلون په هکله نړيوال کنفرانس جوړېږي

اقليمي بدلون

د هيواد د چاپيريال ساتنې ملي اداره او لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې راتلونکې اونۍ په ننګرهار پوهنتون کې د اقليمي بدلون اړوند يو نړيوال کنفرانس جوړ کړي، چې د ګڼو کورنيو او بهرنيو پوهنتونو استادان او متخصصين به په حضوري او انلاين شکل پکې برخه واخلي.

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون تېره ورځ خبر ورکړ چې په دغه کنفرانس کې به د پوهنتونونو د استادانو تر څنګ د طالبانو لوړپوړي چارواکي هم ګډون وکړې.

ملي تلويزيون د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستيال مولوي لطف الله خيرخواه له قوله ويلې چې دوی غواړې ددې کنفرانس له لاري د اقليمي بدلون څخه د افغانستان د زيانمنېدو په اړه علمي پايلې ترلاسه کړي، او له نړيوالو سره دا موندنې شريکي او خپل غږ اوچت کړې.

د يادونې وړده چې په هيواد کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا بيا تېره میاشت ويلې چې افغانستان د اقليمي بدلون له کبله د نړۍ په لسو زيانګالونکو هيوادونو کې شپږم ځای لري، او ددې بدلون سره د مبارزې لپاره بيخي کم امکانات لري.

| اوچا: افغانستان به د ډېرې سختي وچکالۍ سره مخ شي