راپورونه کورني راپورونه

د سرور دانش په مشرۍ د افغانستان فدرال غوښتونکو شورا خپل موجوديت اعلان کړ

افغانستان فدرال غوښتونکو شورا

د تير جمهوريت دويم مرستيال سرور دانش په مشرۍ يو شمېر بهر ميشتو افغان سياستوالو د فډرال غوښتونکو شورا تر نوم لاندي سياسي خوځښت اعلان کړ.

د افغانستان فدرال غوښتونکو شورا کې د سرور دانش تر څنګ د ولسي جرګې يو شمېر غړي او پخواني چارواکي را ټول شوي دي.

ددغې شورا غړو تېره ورځ په یوه انلاين غونډه کې د بيلابيلو هيوادونو څخه د افغانستان پر اوسني روان حالت اندېښنه څرګنده کړه، او د بدلون لپاره یې د مبارزې خبر ورکړ.

د افغانستان فدرال غوښتونکو شورا مشر سرور دانش په انلاين غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې فډراليزم ومني، او د افغانستان د بد وضعيت سمولو لپاره دا ئمي سيسټم ته لاره هواره کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه ددغې شورا د منشور او خوځښت اړوند څه ندي ويلې خو وړاندي يې د ځينو خوځښتونو اړوند ويلې وه چې دا ازمويل شوې اشخاص او ناکامه څېرې دي اولس پرې باور نلري.

د يادونې وړده چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو را وروسته د مقاومت جبهې، ازادۍ جبهې، مقاومت شورا، متحد شورا او يو شمېر نورې جبهې او شورا ګاني جوړي شوې، چې د ټولو په منشور کې د طالبانو په وړاندي د سياسي مبارزې خبرې شوي.

| د ازادۍ جبهې په مزارشریف کې د يوې چاودنې پړه منلې