راپورونه کورني راپورونه

هلمند کې يو کس تر دوهمې کوژدې وروسته لومړۍ ښځې وژلی دی

هلمند

په هلمند ولايت کې يوې ښځې خپل خاوند ځکه وژلی چې خاوند يې دوهمه کوژدن/کوزه کړې وه.

ځلا‌ نيوز ته د هلمند څخه سرچينې وايي چې دا پېښه تېره ورځ د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې شوې ده.

د وژل شوي کس نوم (شين ګل) ښودل شوی دی چې د خپلې مېرمن لخوا په قتل رسول شوی دی، که څه هم دا نه ده روښانه شوې چې ياد کس يې په څه ډول وژلی خو د وژل شوي کس په انځور کې وينه داسې ښکاري لکه هغه چې په مرمۍ ويشتل شوی وي.

د يادې ښځې د نيول کېدو په اړه لا تر اوسه پورې دقيق مالومات نشته خو ويل کېږي چې د دې ښځې پلارګنۍ د سنګين ولسوالۍ په شرافت بازار کې اوسېږي.

دا په داسې حال‌ کې ده چې څو اوونۍ وړاندې د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې يوې ښځې د خپل واده څخه څو ورځې وروسته د خپل خاوند تناسلي اله پرېکړې وه.

| په هلمند کې يوې ښځې د خپل خاوند څخه تناسلي اله پرې کړې ده