راپورونه کورني راپورونه

د امر بالمعروف وزير: د نجونو د نيولو موضوع تبليغات دي او حقيقت نه لري

د امر بالمعروف

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزير محمد خالد حنفي تازه په يوه وينا کې ويلي چې په کابل کې د نجونو د نيولو موضوع تبليغات دي او حقيقت نه لري.

د امر بالمعروف وزير دا څرګندونې تېره ورځ د سلواغې پر ۱۱مه په خوست ولايت کې په يوه کنفرانس کي وکړې.

ښاغلي حنفي د طالبانو لخوا د نجونو د نيولو خبرونه رد کړه او ویې ويل چې مجاهدينو يوازي سوالګرې ښځې را جمع کړي دي چې د هغوی لپاره يې مرستې چمتو کړې وې.

د طالبانو د امر بالمعروف وزير دغه څرګندونې په داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې داسي انځورونه خپاره شوي وو چې طالبان ځينې ښځې د بې حجابۍ په تور نيسي.

ځينو سرچينو تاييد کړې وه چې اکثره بې حجابه نجونې او ښځې په هزاره او تاجکو هېوادوالو کې نيول شوي دي.

د طالبانو مخالفو رسنيو په دې تړاو داسې راپورونه خپاره کړي وه چې طالبانو نيول شوي ښځې او نجونې د څو شپو بند تېرولو وروسته بيرته د پيسو په بدل کې خوشي کړي دي.

د نجونو د نيولو موضوع د رسنیزه کېدو وروسته د نړيوالو او کورنيو غبرګونونو سره مخ شوه چې د ملګرو ملتونو سازمان هم د طالبانو څخه غوښتي وو چې د نجونو د نيولو څخه دې لاس واخلي.

| په غزني کې طالبانو دوه ځوانې نجونې نيولي دي