بهرني راپورونه

عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان تازه په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

بشرا خان

د پاکستان پخوانی لمړی وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا خان د فساد پر ضد د يوې محکمې له لورې په یوه قضیه کې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول.

پخوانی لمړی وزير عمران خان او پخوانی د بهرنيو چارو وزير شامحمود قريشي تېره ورځ هم د پاکستان يوې ځانګړې محکمې له لورې په لس-لس کاله بند محکوم شول چې نن تازه پرېکړه کې د عمران خان مېرمن بشرا خان هم په بند محکومه شوه.

محکمې د دې حکم تر اورېدلو يو ساعت وروسته د عمران خان مېرمن بشرا خان چې په بشرا بي بي مشهوره ده ونيوله او زندان ته يې واستوله.

د فساد پر ضد دغې جوړې شوې محکمې عمران خان د لس کالو لپاره ده سياسي فعاليتونو او پر دولتي څوکيو له کار کولو هم بې برخې کړ.

عمران خان د ۲۰۲۳ کال په اپريل مياشت کې د پاکستان پارلمان له لوري د عدم اعتماد رايې په نتيجه کې له واکه لیري شو او پر ځای يې د پخواني لمړي وزير نواز شریف کشر ورور شهباز شريف د يوې مودې لپاره د لمړي وزير دنده په غاړه واخيسته.

| عمران خان او شاه محمود قريشي د غدارۍ په تور په لسو کالو بند محکوم شول