بهرني راپورونه

پاکستانی پوځ د افغانستان خاورې ته داعش جنګيالي لېږي

داعش جنګيالي

د هغه راپور له مخې چې برېټانیايي ورځپاڼې (سنډې ګارډين) د خپلو سرچينو له قوله ليکلی راغلي چې د پاکستان پوځ غواړي افغانستان ته داعش جنګيالي ولېږي.

دې ورځپاڼې د يونۍ/یکشنبې په ورځ د سلواغې پر ۸مه خبر ورکړی چې څو ورځې وړاندې د کنړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتي علت هم همدا وو چې پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د افغانستان خاورې ته د داعش جنګيالي انتقال کړي خو دغه کار د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتي سبب شو.

د دې ورځپاڼې په راپور کې د د ټي ټي پي د پخواني قوماندان احسان الله احسان له خولې راغلي چې پاکستان پلان لري چې د افغانستان په خاوره کې د داعشو څخه په استفادې نفوذ پيداکړي.

د ټي ټي پي د دغه مخکيني قوماندان د وينا سره سم داعش جنګیالیو پلان درلود چې د ډيورنډ فرضي کرښي له لارې افغانستان ته داخل شي چې د طالبانو سره په شخړه اوښتي او بيرته د پاکستاني پوځ خواته ګرځېدلي دي.

احسان زياته کړې ده چې « پاکستان په بشپړه توګه په افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي او همدارنګه د پاکستان پوځ د داعش ډلې نظامي مرسته هم کوي چې طالبان د پاکستان دغه کار ته متوجه شوي هم دي.

همدارنګه د ټي ټي پي د دغه قوماندان څرګندونې د طالبانو د يوه لوړ پوړې چارواکې لخوا تاييد شوي دي خو په راپور کې د ياد چارواکې نوم نه دی اخيستل شوی. طالبانو او اسلام اباد تر اوسه په دې اړه څه نه دوي ويلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تر دې وړاندې د پاکستان لوړو مقاماتو په ځينو نړيوالو ناستو کې ويلي وو چې د داعش خراسان ډله د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو لپاره يو جدي ګواښ او خطر دی.

| کونړ کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې