راپورونه کورني راپورونه

په غزني کې طالبانو دوه ځوانې نجونې نيولي دي

دوه ځوانې نجونې

د غزني څخه سرچينې وايي چې د دې ولايت په مالستان ولسوالۍ کې طالبانو دوه ځوانې نجونې د حجاب نه مراعاتولو په تور نيولي دي.

سرچينو نن د سلواغې ۷مه د خالي/شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې طالبانو د تېرې څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د مالستان ولسوالۍ د (شينه مينې) څخه دغه دوه ځوانې نجونې د حجاب نه مراعاتولو په تور نيولې دي.

د سرچينو په خبره « يادو نجونو محلي لباس اغوستی وو او هيڅ بې حجابي پکې نه ښکارېده خو د دې باوجود هم طالبانو هغوی د بې حجابۍ په تور ونيولې»

په دې وروستیو کې د حجاب نه مراعاتولو په تور د طالبانو لخوا په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ښځو د نيولو راپورونه راځي چې د يادو راپورونو په اساس اوس هم لسګونه نجونې او ښځې د طالبانو په زندانونو کې د حجاب نه مراعاتولو په تور بنديانې دي.

تر دې وړاندې طالبانو د کابل په دشته برچي کې د مهديه مېنې څخه هم دوه نجونې د طالبانو لخوا د حجاب نه مراعاتولو په تور نيول شوي وې.

د طالبانو دغه کړنې د يو شمېر غبرګونونو سره مخ شوي دي، د ملګرو ملتونو سازمان هم پر طالبانو غږ کړی وو چې د افغان نجونو د نيونې څخه دې لاس واخلي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد تر دې وړاندې دغه تورونه رد کړي وو او ويلي يې وو چې «افغان مېرمنې له وړاندې باحجابه دي اړتيا نشته چې پر هغوی په زوره حجاب وکړو.»

| ايا طالبانو د بې حجابۍ په تور پر نيول شوو ښځو جنسي تېری کړی؟