Uncategorized @ps-af

بدخشان کې د سقوط شوي روسۍ الوتکې څخه ۱۲۰۰ ميليونه ډالر غلا شوي

روسۍ الوتکې

د هغې روسۍ الوتکې څخه چې په بدخشان کې سقوط شوې وه يو ميليون او ۲۰۰ زره ډالره غلا شوي دي.

سرچينو رسنيو ته ويلي چې د سقوط شوي روسۍ الوتکې څخه د دغو پيسو د غلا وروسته پرون درېنۍ/سه‌شنبه د سلواغې ۳مه د رييس الوزرا محمد حسن اخند لخوا د بدخشان والي محمد ایوب خالد د يوه هيئت په همکارۍ ګمارل شوی چې چې د دغو غلا شوو پيسو په اړه پلټنې وکړي.

د بدخشان څخه د سرچينو د مالوماتو پر بنسټ د دې پلټنيز هيئت مشري د بدخشان ولايت د استخباراتو رييس پر غاړه لري.

سرچینه زیاتوي، هغه طالبان چې د لومړي ځل لپاره د سقوط شوي روسۍ الوتکې د پېښې ځای ته ورغلي، د طالبانو د قول اردو د قومندان فصیح الدین فطرت اړوند دي.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې يوې روسۍ الوتکې د تخنيکي ستونزې له کبله د بدخشان په کوف‌آب کې سقوط کړی وو چې د شپږو تنو سپرو له ډلې څخه یې څلور ژغورل شوي او دوه مړه شوي وو.

ويل کېږي چې د دغې الوتکې د سقوط وروسته روسي مقاماتو ويلي وو چې دغه الوتکه له هند څخه روسيې ته روانه وه، په اول کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ويلي وو چې يوې هندۍ الوتکې سقوط کړی دی خو وروسته د هند حکومت ويلي وو چې دغه الوتکه د هند نه ده.

| کابلوف: ۴ هېوادونه په ګډه د افغانستان په اړه ناسته کوي