راپورونه کورني راپورونه

د پاسپورټ رياست د پاسپورټونو حضوري وېش بيرته بند کړ

پاسپورټ

د پاسپورټ عمومي رياست خبر ورکړی دی چې د پاسپورټونو د حضوري فورمو د سپارلو بهير يې په يخ کې د مراجعينو لپاره د لازمو سهولتونو د نشتون، د خلکو د زيات بیروبار او په سيمه کې د مراجعه کوونکو د ګډوډۍ جوړولو په موخه درولی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن د يونۍ/يکشنبې په ورځ د سلواغې پر لومړۍ نېټه د پاسپورټ رياست لخوا خپره شوې راغلي، چې يوازي ناروغانو او هغو کسانو ته چې پاسپورټونو ته بېړنۍ اړتيا ولري په حضوري توګه پاسپورټ ورکوي او نور به په عادي توګه په انلاين بڼه نوبت ورکول کېږي.

ياد رياست په خبرپاڼه کې همدارنګه زياته کړې چې په کابل او ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش نوي مرکزونه جوړوي چې وروسته به بيرته په حضوري توګه د پاسپورټونو ورکولو ته ادامه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو اوونيو کې په کابل او هرات کې د حضوري پاسپورټ ورکولو د لړۍ پيلېدو سره په دغو رياستونو ته هره ورځ زرګونه کسان د پاسپورټونو نوبت غوښتلو لپاره ورتلل.و

يل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره تر ټولو ډېره جدي موضوع د پاسپورټونو ده چې هېوادوال بايد د انلاين نوبت لپاره تر يوه کال زيات وخت انتظار وکړي، د راپورونو پر بنسټ دغه ځنډ د پاسپورټونو په برخه کې فساد ته زمینه برابره کړې ده او په تور بازار کې د يوه پاسپورټ جوړېدو قيمت د زر څخه تر دوه زرو ډالرو پورې رسېږي.

| د کابل پاسپورټ رياست د وېش بهير کې د ګڼې ګوڼې اوج