بهرني راپورونه

ايران: سوريه کې د سپاه پاسداران پر غړو بريد بې ځوابه نه پرېږدو

پاسداران پر غړو بريد

د ايران دولتي رسنيو تائيد کړه چې د سوريې په پلازمېنه دمشق کې په يوه هوایې بريد کې د سپاه پاسداران ځواک پنځه جګپوړي سلاکاران وژل شوي دي.

تهران ويلې په سوريه کې د سپاه پاسداران پر غړو دغه بريد د اسرايلو صهيونيستي رژيم ترسره کړی او پر وخت به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو.

د ايران جمهور رييس ابراهيم رئيسي هم په يوه اعلاميه کې د سپاه پاسداران پر غړو بريد د اسراييلو بزدلانه عمل وباله او د غچ اخیستلو ګواښ يې وکړ.

رئيسي د بريد د غندلو تر څنګ ويلې چې هيڅ شک نشته چې دا شان ترهګريزي کړنې به بې ځوابه پاتي نه شې، ايران د خپل ځان د دفاع حق لري.

اسرايلو که څه هم د دمشق ددې بريد مسؤليت تر اوسه ندی منلی، خو وړاندي له دې يې په سوريه او لبنان کې د سپاه پاسداران ځواک جګپوړي چارواکي په نښه کړي او وژلې دي.

مهر خبري اژانس ديوې باوري سرچینې له قوله ويلې چې په دې بريد کې د‌ سوريې لپاره د سپاه پاسداران ځواک استخباراتي مشر او مرستيال هم وژل شوی دی.

راپورونه وايې چې د دمشق په دې بريد کې د قدس ځواکونو د استخباراتو مشر جنرال صادق اميدزاده هم په دې بريد کې وژل شوی دی.

دغه بريد د دمشق ښار په المزه سيمه کې شوی چې تر ډېره پکښې بهرني سفارتونه او ډيپلوماټیکې استازولۍ پرتې دي.

ايران د سوريې په کورنۍ جګړه کې تر ډېره د بشارالاسد د حکومت مهم متحد او ملاتړی پاتي شوی.

په سوريه، عراق او لبنان کې د بريدونو اړوند‌ اسرايلو ويلې چې ايران او ډلې به د پټنځايونو او مرکزونو جوړولو ته پرې نږدو.

ايران تېره اونۍ د سوريې، عراق او پاکستان په ځينو برخو کې هوايې بريدونه وکړل او زياته يې کړه چې لسګونه ايران ضد ترهګر يې پکې ووژل.

اسلام اباد د ايران له لورې پر بلوچستان باندي د بريد په ځواب کې د ايران په سيستان کې بريدونه وکړل،‌ او زياته يې کړه چې لسګونه ترهګر يې پکې وژلي دي.

وروسته د دواړو هيوادونو ډيپلوماټیکي او سياسي اړيکي خړې پړې شوې، د تګ راتګ لاري او سرحدونه يې هم وتړل.

ايران ويلې و چې د هر ډول بريد په ځواب کې به غاښ ماتوونکی ګذار وکړي.

د يادونې وړ ده چې امريکا، بريټانيا، اسرايل او متحدين يې ايران په سيمه کې د حزب الله، حماس، حوثيانو په ملاتړ تورنوي، او له دې کبله یې پر اهدافو بریدونه کوي.

| ايران کې د وسله وال بريد پايله کې لوړ پوړی ډګروال (جاودان) وژل شوی