پښتونخوا

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عيدالرحمن وزير او زکيم له بنده خوشي شول

د پښتون ژغورنې غورځنګ

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي چې د شاوخوا اتو مياشتو راهيسي د پاکستاني پوځ او بيا د بنو په زندان کې بنديان وه نن خوشي شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه غړي عيدالرحمن وزير او زکيم خان نومېږي چې اووه مياشتې د پاکستاني پوځ سره او يوه مياشت د بنو په زندان کې بنديان وه چې تېره ورځ يې ضمانتونه ومنل شوه او نن خوشي شول.

د دوی سره هممهاله د دې غورځنګ يو شاعر ګيلامن وزير هم نيول شوی وو خو د هغه ضمانت يې د يوې بلې دوسيې لرلو په خاطر ونه مانه او بله محکمه به يې تر سره کېږي.

څو مياشتې وړاندې د ګيلامن وزير او عيدالرحمن وزير څخه د پاکستاني پوځ لخوا په زوره ويډيوګانې جوړي شوي وې، په ويډيوګانو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دغو دوو غړو له پاکستانه او د پاکستان له پوځه بخښنه غواړي او وايي چې پښتون ژغورنې غورځنګ د د پاکستان او پوځ ضد يو تحريک دی.

د دغو ويډيوګانې په خپرېدو سره د پښتون ژغورني غورځنګ د غړو په شمول د بشري حقونو د يو شمېر بنسټونو غبرګونونه راوپارول شول او هغه وخت يې د پاکستان د پوځ د دې کار غندلو په نيت لاريونونه هم وکړل.

د پښتون ژغورني غورځنګ چې څه کم شپږ کاله يې د راجوړېدو کېږي په پاکستان کې د ډېرو بنديزونو سره مخ دی، د پاکستان حکومت ادعا کوي چې دغه تحريک د پاکستان پر خلاف نظريه خپروي.

د پښتون ژغورني غورځنګ دغه دوه غړي عيدالرحمن وزير او زکيم خان په داسې وخت کې راخوشي کېږي چې د دې غورځنګ رهبر منظور احمد پښتون هم د ۴۶ ورځو راهيسي په زندان کې دی او ور سره ګيلامن وزير او د دې غورځنګ د سيند ايالت مشر نور الله ترين هم په زندان کې دی.

منظور پښتين د ډسمبر په څلورمه د پاکستاني پوليسو لخوا په جنوبي پښتونخوا چمن کې ونيول شو چې بيا د اسلام آباد پوليسو ته وسپارل شو، د هغه څو محکمې هم وشوې او په څو دوسيې کې يې ضمانتونه هم ومنل شوه چې د زندان څخه يې د ازادېدو حکم يې وشو خو د زندان څخه د ازادیدو سره سم د زندان په دروازه کې بيرته د پنجاب پوليسو ونيوه چې اوس د پنجاب په جهلم زندان کې بندي دی.

دوه ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو پر ايکس يا پخواني ټويټر د يوه کمپاين په ترڅ کې له نړيوالو وغوښتل چې د دوی مشر دې د نړيوالو بشري سازمانونو په همکارۍ راخوشي کړل شي.

| پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې د بنديزونو وروسته هم لويه جلسه وکړه