حادثې کورني خبرونه

کونړ کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې

نښته

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ډيورنډ فرضي کرښې پر سر د نښتو په دوام سره تازه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې نښته شوې ده.

سرچينې رسنيو ته ويلي چې دا نښته نن د خالي/شنبې ورځ سهار ۹:۰۰ بجې هغه وخت رامنځته شوه چې پاکستاني نظامیانو د خپل اړخه پر طالبانو ډزي کړي دي او بيا طالبانو ځوابي بريد ور باندې کړی دی.

په همدې حال سرچينې ويلي چي نښته هغه مهال وشوه کله چې پاکستاني ځواکونو د ډيورنډ فرضي کرښې سره نژدې يوه پوسته جوړوله، ويل کېږي چې د دې نښتی وروسته د دغې سيمې اوسېدونکو له دې سيمي بل طرف ته پناه وړې ده.

بايد ووايو چې د څو ساعتونو په تېرېدو سره هم د نښتي د تلفاتو په اړه مالومات نشته، دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې هم په دې سيمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې وه.

دغه نښته په داسې مهال کې رامنځته کېږي چي تر يوې اوونۍ زيات وخت کېږي چې د تورخم دروازه د لويو باروړونکو موټرو پر مخ تړلې ده، او د سوداګرو لپاره يې په ميليونونو ډالرو زيانونه اړولي دي.

| مولانا فضل الرحمان د شيخ هبت الله اخند سره په يواځيتوب ليدنه شوې