بهرني راپورونه

د غزې جنوب کې د اسراييلو بمباريو زياتو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزې

راپورونه وايې چې د اسرايلو پوځ د جمعې په ورځ يوار بيا د غزې په جنوب کې بمباري وکړه او سلګونو کسانو ته يې مرکژوبله واړوله.

اسراييلو ادعا کړې چې د غزې د خان يونس ښار اړوند سيمه کې د حماس ډلې مشران او غړي پټنځايونه‌‌ لري.

فرانسپرس خبري اژانس په يوه راپور کې د فلسطين د سرې مياشتي يو روغتون ته څېرمه د بمباريو او جګړو خبر ورکړی.

د اسرايلو پوځ وايې چې ځواکونو يې د ټانکونو او هوايې ځواک په ملاتړ د غزې په دغه برخه کې ددوي له قوله سلګونه تروريستان وژلې.

د غزې د روغتيا وزارت په يوه بيان ويلې چې په دغه بريدونو کې ۷۷ تنه وژل شوې او لسګونه نور ژوبل دي.

ايران، حوثيان، حزب الله او حماس، اسرايل يو صهونيستي رژيم او جابر حکومت بولي، خو امريکا، اروپايي اتحاديه، بريټانيا او فرانسه بيا حماس، حزب الله، او حوثيان، ترهګر او ايران بيا د تروريستانو د ملاتړي په نوم پېژني.

ملګري ملتونه وايې چې د دې جګړې له پيله تر دا مهاله دوه ميليونه او څلور لکه کسان بې ځايه شوې او د يو لک په شاوخوا کې کسانو مړه او ټپيان شوي دي.

د اکټوبر مياشتي پر اومه حماس ډلې د غزې څخه پر اسرايلو بريد وکړ، او د ۱۲۰۰ په شاوخوا کې کسان يې ووژل او سلګونه نور يې برمته کړل.

امريکا د اسرايلو د عملياتو او پوځ سخت ملاتړی بلل کېږي، خو په ورستيو کې اختلافات پر دې راپورته شول چې د يو خپلواک فلسطيني حکومت پر جوړېدو د امريکا غوښتنه د اسرايلو له لورې رد شوه.

اسرايل وايې چې څوک دې ددوی په چارو کې مداخله نکوي، او موږ به د اردن سيند په لوېديځ کې پر ټولو برخو خپله واکمني وکړو، او فلسطين به لمنځه يوسو.

امريکا په دې باور ده چې په منځني ختيځ کې د يوه خپلواک فلسطيني حکومت جوړېدل به د اسرايلو امنيت ته ګواښ پېښ نکړې.

فلسطني اداره چې د محمود عباس په مشري د اسرايلو تر ولکې لاندي فعاليت لري، د بينیامین نتنياهو خبرو ته په ځواب کې وايې چې د يو خپلواک فلسطيني حکومت نه پرته به په سيمه کې امنيت نور هم ګډوډ شې او ثبات او امن به نه وي.

د يادونې وړده چې د اسرايلو د حکومت له لورې په غزه کې روانو بمباريو او جګړو باندي د سيمي يوشمېر هيوادونه ملګروملتونو ته عارض شوې او ددې کړکېچ د ژر تر ژره پایته رسېدو غوښتنه يې کړې.

| قطر: په غزه کې د جګړې پای ته رسولو سره به د سرې بحيرې امنيت خوندي شي