بهرني راپورونه

حوثيانو په عدن خليج کې د امريکا يوه بله کښتۍ په توغندۍ ويشتلې

کښتۍ

په يمن کې د حوثي ډلې تازه خبر ورکړی چې د امريکا يوه بله بار وړونکې کښتۍ يې هم په توغندۍ وېشتلې.

د هغو مالوماتو پر بنسټ چې نن پنځنۍ/پنجشنبه د مرغومي ۲۸مه رسنیو ته رسېدلي، د حوثي ډلې وياند يحيي سريع په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه کښتۍ (کينګو پيکارډي) نومېږي او همدارنګه يې زياته کړې چې د حوثي ډلې نظاميان به په سره سمندرګي او عدن خليج کې د امريکا د ټولو کښتيو په نښه کولو ته دوام ورکوي.

په همدې حال د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مرکز (سنتکام) هم تاييد کړې چې د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د امريکا يوه کښتۍ د عدن په خليج کې د حوثيانو تر کنټرول لاندې سيمه کې په توغندۍ ويشتل شوې ده.

د سنتکام ادارې په خبره په دې بريد کې ځاني تلفات نه دي پېښ شوي او لږ مالي تلفات اوښتي دي چې د کښتۍ د بيرته فعاليت امکان نشته.

د راپورونو له مخې حوثيانو د لړم مياشتې راهيسي د عدن په خليج او سره سمندرګي کې د امريکا پر سوداګريزو کښتيو باندې بريدونه پيل کړي دي.

حوثيان چې د سيمې په سطحه يوه ترهګره ډله بلل کېږي تر هغه وروسته دغو بريدونو ته دوام ورکړی کله چې اسراييلو په غزه کې د بې ګناه خلکو په وژنې لاس پورې کړ، حوثيان وايي تر هغو پورې به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي، څو پورې چې په غزه کې د بې ګناه وګړو وژنه نه وي درول شوې او امريکا د اسراييلو له ملاتړه لاس نه وي اخيستی.

| حوثيانو په عدن خليج کې د امريکا باروړونکې کښتۍ په توغندۍ وويشته