راپورونه کورني راپورونه

هبت الله اخند د پاکستاني طالبانو غوښتي چې پاکستان کې بريدونه کم کړي

هبت الله اخند

د پاکستاني علماوو جمعيت مشر مولانا فضل الرحمان د طالبانو د رهبر سره د ليدو وروسته ويلي، چې هبت‌الله اخند د تحريک طالبان پاکستان څخه غوښتي چې په پاکستان کې بريدونه کم کړي.

پاکستاني رسنيو نن د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی چې، مولانا فضل الرحمان د هبت الله اخند سره تر ليدو وروسته پاکستان ته د ستنېدو سره سم د پاکستان حکومت سره دغه موضوع شريکه کړې ده خو د پاکستان حکومت دغه موضوع بابېزه ګڼلې.

د هغه راپور له مخې چې د اکسپرس تريبون لخوا خپور شوی ويل شوي چې د طالبانو رهبر همدارنګه زياته کړې چې په پاکستان کې د نا امنۍ د کمېدو يوازينۍ لاره د پاکستاني طالبانو سره مذاکرات کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ مولانا فضل رحمان کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي او همدارنګه د شيخ هبت الله اخند سره د ليدو لپاره کندهار ته هم تللی وو، چې د ټي ټي پي او د پاکستان څخه د افغان کډوالو پر جبري ايستنې يې خبرې اترې کړي دي.

ويل کېږي چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې د ټي ټي پي بريدونه زيات شوي دي او د پاکستان حکومت يې په اندېښنه کې اچولی دی.

| مولانا فضل الرحمان د شيخ هبت الله اخند سره په يواځيتوب ليدنه شوې