راپورونه علمي

د کندهار په ځينو مدرسو کې په اردو ژبه تدريس کېږي

اردو ژبه

د کندهار ولايت څخه سرچينې وايي چې په دې ولايت کې په ځينو مدرسو کې ماشومانو ته په اردو ژبه جهادي زده کړې تدرسېږي.

د هغو مالوماتو په اساس چې نن درېنۍ/سه‌شنبه د سرچينو لخوا رسنیو ته په واک کې ورکول شوي ويل کېږي چې د دغو مدرسو له جملی څخه يوه يې د (تعليم الاسلام) په نوم مدرسه ده چې د طالبانو د رهبر په يوه مشاور پورې مربوطېږي، په دې مدرسه کې هم په اردو ژبه زده کړه ورکول کېږي.
د سرچينې په خبره په دې مدرسه کې هغه ماشومانو ته زده کړه ورکول کېږي چې د اتو څخه تر څوارلسو کالو پورې عمر لري، دا مدرسه د ۱۷ کالو راهيسي په کندهار کې فعاليت کوي او پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنېدو سره يې تدريسي نصاب اردو ژبې ته بدل کړی دی.
ويل کېږي چې د دې مدرسې مشر محمد عمر خطابي د کندهار په شمول په ارزګان او هلمند ولايتونو کې هم په دې نوم مدرسې لري او ماشومانو ته پکې مذهبي زده کړه ورکول کېږي.
د سرچينو د مالوماتو په اساس په دې مدرسه کې ملايان ماشومانو ته د غيري اسلامي هېوادونو پر خلاف د جهاد کولو زده کړې ورکوي او ورته وايي چې که له غيري اسلامي هېوادونو څخه زيان در ورسېږي بايد جهاد ور سره وکړئ.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ راهيسي په سلګونه زره جهادي مدرسې جوړي شوي او اوس هم هره مياشت په زرګونه مدرسې جوړېږی، دا مدرسې د طالبانو د لوړو چارواکو لخوا جوړېږي چې بودجه او ټول لګښتون ورته د دولت څخه مقرروي، ويل کېږي چي د پوهنې وزارت هغه انکشافي بودجه کې پخوا پر ښوونځيو جوړولو لګېده د طالبانو د واکمنۍ راهيسي مدرسو ته ځانګړې شږې ده.