راپورونه کورني راپورونه

په افغانستان کې د ازادۍ جبهې په نوم ډلې ادعا کړې چې تازه يې په بغلان ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف پر رياست برید کړی.

ازادۍ جبهې

د هغې خبرپانې له مخې چې تېره شپه ناوخته د ازادۍ جبهې په نوم ډلې خپره کړې ويل شوي چې دې ډلې د بغلان ولايت په پلخمري ښار کې د يونۍ/يکشنبې په ورځ د طالبانو د امر بالمعروف پر رياست حمله کړې ده، د ازادۍ جبهې په نوم ډله ادعا کوي چې په دې حمله کي يې يو د امر بالمعروف تبليغي وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د دې ډلې په وينا دا يې حمله د انجونو او ښځو سره د ياد رياست پر توپيري چلند د غچ اخيستلو په پار کړې ده، د بغلان د طالبانو مسؤلينو د دغې ادعا په اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د داعش ډلې د چاودنو او د طالبانو د مخالف جبهو بريدونه د راپورونو په اساس زيات شوي دي.

تر دې وړاندې هم د ازادۍ جبهې په نوم ډلې ادعا کړې وه چې د بغلان ولايت په ګيله‌ګي سيمه کې يې پر طالبانو د يوه بريد په پايله کې دوه طالبان وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي.

په همدې حال ويل کېږي چې طالبانو په دې وروستيو کې پر ښځو بنديزونه او محدوديتونه زيات کړي دي، د راپورونو له مخې تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو لخوا سلګونه انجوني او ښځې د بې حجابۍ په تور نيول شوي وې چې پر ټولنيزو رسنيو د هغوی د شکنجه کېدو او وهلو انځورونه هم خپاره شوي دي؛ خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په خپلو خبرو کې ويلي وو چې افغان مېرمنې پخپله حجاب مراعتوي‌ او طالبانو هغوی ته په دې اړه نه څه ويلي او نه يې هغوی زنداني کړي دي.