پښتونخوا

پاکستان کې د داعش خراسان څانګې سره تړلي دوه بريدګر نيول شوي

داعش خراسان

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې ويلي چې د داعش خراسان څانګي دوه غړي چې ګمان کېږي پاکستان کې یې ځانمرګي بريدونه يې کول د استخباراتي معلوماتو په اساس نيولي دي.

د ترهګرۍ يادي ادارې ويلي چې د داعش خراسان څانګې دغه دوه بريدګر د افغانستان په پکتیا ولايت کې د ځانمرګو د روزنې د یوه مرکز فارغ شوي دي.

افغان طالبانو تر اوسه ددې کسانو په تړاو څه ندي ويلي.

پاکستاني چارواکو ويلي چې له دغو کسانو سره يې دوه د ځانمرګو بريدګرو واسکټونه، لاسي بمونه‌ او يوه تفنګچه نيولي دي.

د خيبر پښتونخوا د ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې ويلي چې يادو کسانو پلان درلود چې په پاکستان کې ځيني سياسي اشخاص په نښه کړي.

د طالبانو د راتګ راهيسي په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې يو شمېر ترهګريز بريدونه شوي چې پړه یې داعش خراسان څانګې په غاړه اخيستې ده.

تېره اونۍ داعش خراسان څانګي د هغه بريد مسؤليت هم ومانه چې د کابل په دشت برچي کې یې پنځه افغانان ووژل او څلور تنه يې ژوبل کړل.

طالبانو په ځلونو په رسنيو کې ويلي چې په افغانستان کې یې د داعش خراسان څانګه ماته کړې خو لاهم دا ډله د افغانستان امنيت ګواښي.

د پاکستان ایکسپریس ټربيون ورځپاڼي په يوه مقاله کې ويلې چې د افغان طالبانو مشر ملا هيبت الله اخند د پاکستان د جميعت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل رحمن سره په کتنه کې د پاکستانه د داعش په ځپلو کې د همکاري او ګډ کار غوښتنه کړې ده.

مولانا فضل رحمن چې د پاکستاني چارواکو له قوله په يوه شخصي سفر افغانستان ته تللی و او هلته يې د طالبانو له مشر سره هم ليدنه کړې وه تېره ورځ پاکستان ته ستون شو.

پاکستاني چارواکو په داسي حال کې د دوو افغان بريدګرو د نيولو خبر‌ ورکړئ چې له دې وړاندي يې په ځينو غونډو کې په رسمي او غيري رسمي شکل طالبان له تحريک طالبان پاکستان سره په همکاري تورن کړي و.

| د ايران د کرمان د چاودنو پړه داعش خراسان ډلې منلې