منځنی ختیځ نړۍ

د پاکستان څخه تازه ۲۹۵ افغان پناه غوښتونکي کاناډا ته لېږدول شوي

افغان پناه غوښتونکي

د کاناډا د کډوالۍ او تابعيت ادارې خبر ورکړی چې د پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو په دوام سره يې تازه يې د پاکستان څخه ۲۹۵ پناه غوښتونکي افغانان د کاناډا ټورنټو ښار ته انتقال کړي دي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د مرغومې پر ۲۱مه د دغې ادارې لخوا پر ايکس پاڼه خپره شوې، راغلي چې دغه افغان پناه غوښتونکي د يوې چارټر الوتکي په مرسته کاناډا ته رسېدلي دي.

د کاناډا د کډوالو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه افغان کډوال به د کاناډا په کلګري، ونکوو، وينيپګ او ۳۴ نورو بېلابېلو ښارونو کې مېشت کړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې هم سلګونه افغان پناه غوښتونکې د کاناډا هېواد لخوا د پاکستان څخه انتقال شوي وو.

په همدې حال د کاناډا د کډوالو ادارې کاناډا ته د ايستل شوو افغان کډوالو شمېره هم خپره کړې ده چې دې هېواد د ۲۰۲۱ کال څخه د ۲۰۲۳ کال تر ډسامبره پورې ۴۴ زره او ۱۷۴ افغان پناه غوښتونکي دې هېواد ته انتقال کړي دي او په بېلابېلو ښارونو کې يې مېشت کړي دي.

ويل کېږي چې د کاناډا دولت تر دې وړاندې ويلي وو چې د ۲۰۲۴ کال تر ختمېدو پورې په کاناډا کې د ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکو مېشتېدل به د نړۍ په سطحه له سترو پروګرامونو څخه وي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ سره تر اوسه پورې د مالوماتو پر بنسټ ۱۲۰ زره افغانانو د امريکا، کاناډا، اروپا او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پناه اخیستې ده.

زيات شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې په افغانستان کې يې ژوند په خطر کې دی اوس هم په پاکستان کې د نامالوم برخلیک سره ناست دي او د پاکستان لخوا ورته د ويزو په ورکړه او نورو برخو کې د ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، له نړيوالو غوښتنه کوي چې د دوی دوسيې دې واخلي او يوه خوندي ځای ته دي يې انتقال کړي.

| تازه له پاکستانه تر زر زيات افغان کډوال ايستل شوي