علمي نړۍ

د دوروپينار په شمول د نوح (ع) د کښتۍ نښې پيداشوي دي

دوروپينار

لرغون پوهانو تازه ويلي چې د ميلاد څخه د ۳۰۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کلونه وړاندې د انساني فعاليت کښتۍ ته ورته شکلونه یې موندلي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې څیړونکو د بېلابېلو جیولوژیکي سیمو په سپړلو سره د (نوح عليه سلام) د کښتۍ کشف کولو لپاره خپلې څیړنې زیاتې کړې، د هغه شکل په شمول چې کښتۍ ته ورته دی او په يوه غره کې موندل شوی دی دا شکل دوروپينار “Duropinar Formation” چې د ترکيې په اوزينګيلي کې موقعیت لري.

دوی ویلي دي چې په غره کې د دغه بې ساري جوړښت په شاوخوا کې د ډبرو او خاورو تجزيه په سیمه کې د انسانانو فعالیت په ګوته کوي چې د نوح علیه سلام د کښتۍ په مذهبي روایت کې د سیلاب څخه وروسته کلونو پورې اړه لري.

د يادولو وړ ده چې د ( دوروپينار جوړښت ) کلونه وړاندې په احتمالي توګه د هغې ځمکې په توګه ياد شوی دی چې د نوح عليه سلام کښتۍ ور باندې د سېلاب وروسته کښته شوې ده، چې دا ځای د هغو خلکو د پام وړ ګرځېدلی کوم چې غواړي د يادې کښتۍ په اړه ډېر مالومات تر لاسه کړي.

خو يو شمېر لرغونپوهانو ټینګار کړی چې د کښتۍ په څیر جوړښت یو طبیعي جوړښت دی، نه يو ډبره شوې کښتۍ؛ دوی دا هم ویلي چې د نړیوال سیلاب هیڅ جیولوژیکي ریکارډ شتون نلري لکه څنګه چې يې په مذهبي متنونو کې بیان شوی دی.

په همدې حال کې څیړونکې ډله وایي چې اوس مهال موږ په ډاډ سره نشو ويلای چې د نوح عليه سلام کښتۍ د دروپینار په دغه جوړښت کې راښکته شوې ده.

ساینس پوهان اوس په خاوره کې د جیولوژیکي جوړښتونو په توګه خټينو موادو، سمندري موادو او سمندري غذا ته اشاره کوي، مګر دوی ټینګار کوي چې د یوې حتمي پایلې لپاره لا زیاتو څیړنو ته اړتیا ده.

| د امريکا د مين ايالت ډونالډ ټرمپ ولسمشرۍ ته له نوماندېدو څخه بې برخې اعلان