سپورت کرکټ

افغان کرکټ لوبډله به نن د هند په وړاندي د دريو شل اوره لوبو سريز پيل کړي.

افغان کرکټ

ټاکل شوې ده چې نن ماښام ۶ بجې به افغان کرکټ ملي لوبډله د هند کرکټ ملي لوبډلي په وړاندي د دريو شل اوره لوبو د سريز لومړۍ لوبه ترسره کړې.

دا لوبه د هند په موهالي کې ترسره کېږي او افغان لوبډلې ديادي لوبي لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکړی دی.

د يادې لوبلړۍ په دغه لوبه کې د کرکټ د نړۍ دوه نامتو لوبغاړي د ځینو مشکلاتو په اساس نه لوبېږي.

د افغانستان څخه راشد خان چې د ملا جراحي عمليات ترسره کړی و، اماده ندی چې په دغو لوبو کې د لوبډلي ملتيا وکړې.

د هند کرکټ ملي لوبډلي تکړه توپ وهونکی او د کرکټ د نړۍ نامتو ستوری ويرات کوهلي هم د ځينو شخصي ستونزو له کبله په دې لوبه کې نه لوبېږي.

د راشد خان په نه شتون کې لمړۍ ځل دی، چې افغان لوبډله د قوي لوبډلي هند په وړاندي د سيالۍ ډګر ته کښته کېږي.

افغانستان له هند سره څلور ځله په نړيوالو شل اوره لوبو کې مخامخ شوی خو څلور واړه لوبې هند ترې ګټلې دي.

افغان لوبډله څو ورځې وړاندي هند ته رسېدلې او د لوبو لپاره په چمتوالې بوخته وه.

| اففانستان کرکټ بورډ نولس کلنو نړیوال جام ته ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د کرکټ د نړۍ د يادو دوو لوبډلو د لوبو ليدو ته د افغانستان تر څنګ په نوره نړۍ کې هم خلګ ليواله دي.

د کرکټ مينوال په دې باور دې چې د هند په وړاندي بريا د افغان لوبډلي لپاره يوه لويه لاسته راوړنه کېدای شې.

د هند او افغانستان تر منځ دوهمه لوبه به انډور او دريمه لوبه په بنګلور کې ترسره شې.

دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان د قوي لوبډلې‌ هند سره د شل اوره لوبو لوبلړۍ ترسره‌ کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د يادي لوبلړۍ ورسته د فبروري او مارچ مياشتو کې د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلي سره يوه ټيسټ، درې شل اوره او درې يو ورځنۍ لوبو سريزونه او د مارچ مياشتي په ورستيو کې به د ايرلنډ سره د لوبو سريزونه ترسره کړې.

هېره دې نه وې چې د شل اوره لوبو يادي لوبلړۍ د کرکټ نړيوال شل اوريز جام ته د چمتوالي په موخه ترسره کېږي، چې شل لوبډلو ورته لار موندلې ده.