اقتصاد کورني خبرونه

طالبان: د ۱۰ ميليارده افغانیو په ارزښت د ۲۴ ملي پروژو تړونونه منظور شول

پروژو

 طالبانو تر کنټرول لاندي ارګ پر اېکس پاڼه ليکل شوې چې د لس ميليارده افغانيو چې ۱۴۳ ميليونه ډالر کېږي د ۲۴ سترو پروژو تړونونه منظور شوي دي.

په بيان کې راغلې چې يادو پروژو تړونونه د رئيس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشري د تدارکاتو ملي کمېسيون له لوري تر ارزونې ورسته منظور شوي.

بيان کاږې چې په دغو سترو پروژو کې د زابل د توري بند بشپړول، د پنجشير د پارندې د مايکرو هايدل بند جوړول، په کابل ښار کې د مهمو سړکونو اساسي رغول، د ځينو ولاياتو لپاره د وارداتي بریښنا رسول او د باکيفيته انټرنټي خدمتونو وړاندي کول راغلي.

طالبان وايې چې د یادو پروژو د چارو په پيل سره به زرګونه کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې کله چې طالبان دوهم ځل د ټوپک په زور د چارو واک په لاس واخيست افغانستان کې یې د ځینو سترو پروژو د پيلولو خبر ورکړ.

په دغو پروژو کې د قوش تپې کانال په زابل او ځينو نور ولايتونو کې د سترو بندونو جوړول، د افغانستان او چين تر منځ د ترانزیټي لاري رغول سويلي ولايتونو ته د وارداتي برېښنا لېږد، د سالنګ تونل رغول او د کابل کندهار لويې شهرا رغونه شامله وه.

يو شمېر افغانان د طالبانو څخه غواړې چې د يادو پروژو کيفيت ته دې پاملرنه وکړي او کومې پروژې چې پلې کېږي بايد د افغانانو دائمي درد دوا کړي.

د چارو شننونکي روزي محمد زابلي د ابادی په نوم په يو اېکس سپېس کې پر حکومت ږغ کړی چې د ملي پروژو کيفيت ته دې تر هر څه پاملرنه زياته کړي.

ښاغلي زابلي ويلي ملي پروژې د افغانانو ملي ارمان دې او پکار ده چې سمه ساتنه او پالنه ترې وشې.

د طالبانو له لوري په داسي حال کې د يو شمېر ملي پروژو د پيل خبر ورکول کېږي چې په افغانستان کې په تعليمي ډګر کې نيمګړتياوي او ستونزي لا هم د رسنیو سرټکي جوړوي.

| اوچا: افغانستان به د ډېرې سختي وچکالۍ سره مخ شي