راپورونه ښځې

امن خونې که د جنسې استفادې مرکزونه؟

امن خونې

د مخکيني حکومت يو پخوانی افسر وايي چې د تېر جمهوريت پرمهال د ښځو امن خونې په فحاشه خانو او د جنسي استفادې په مرکزونو بدلي شوي وې.

دا پخوانی افسر چې امین الله رنجبر نومېږي د يوه ټلوېزون سره په خبرو کې ويلي، چې د تېر جمهوریت پر مهال امن خونې د جنسي استفادې په مرکزونو بدلې شوي وې او د حکومت لومړۍ درجه مشران به پکې ښکېل وو.

نوموړي زیاته کړې ده؛ د امن‌ خونو مېرمنو ورته ویلي دي، چې هره شپه د حکومت لوړ پوړي مشران امن‌ خونو تر ورتلل او ښایسته نجونې یې له ځان سره بېولی.

د رنجبر په وینا؛ په دغو چارواکو کې وزیران، د ملي امنیت رییسان، د امنيتي حوزو امرین او نور چارواکي شامل وو، رنجبر همدارنګه ويلي چې يو ځل ما هڅه وکړه د سيمې يو قوماندان ته مې وويل چې د امن خونې مرکز ته دې د دې ناوړه کار لپاره نه ورځي، خو ياد قوماندان لخوا ورته د مرګ ګواښونه وشول.

د تېر جمهوريت پرمهال د ښځو د امن خونې په نوم يو شمېر مرکزونه جوړ شوي وو چې هغه مېرمنې به د پناه اخيستو لپاره ور تللې چې د خاوند سره به يې شخړه کړې وه يا به ورته د بلې کورنۍ مسئلې په خاطر د ژوند خطر وو.

په يادو مرکزونو کې به ورته د اوسېدو، خوراک، څيښاک، پوښاک، تعليم، روغتيا او حقوقي مشورو خدمتونه په وړيا توګه ورکول کېدله، د امن خونې ياد مرکزونه د ښځو په برخه کې د بهرنيو مؤسسو لخوا تمويلېده.

ياد مرکزونه د تېر جمهوريت پرمهال د کابل په شمول په يو شمېر نورو ولايتونو کې موجود وه چې په زياتو پښتون میشتو ولايتونو کې هماغه وخت د دغو مرکزونو جوړېدو مخالفت شوی وو او د جوړېدو مخه يې نيول شوې وه.

د يادولو وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته دغه ټول مرکزونه له منځه تللي دي. اوس که يوه ښځه د خپل خاوند لخوا تر ګواښ لاندې وي د طالبانو لخوا په ښځينه زندان کې ورته پناه ورکول کېږي او خاوند يې محکمې ته حاضروي چې ترمنځ يې ستونزه حل کړي يا تفريق رامنځته کړي.

| په ۲۰۲۳ کال کې د ښځو د وضعیت په نړیوال شاخص کې د افغان مېرمنو د اندېښنې وړ وضعیت