اقتصاد کورني خبرونه

اوچا: افغانستان به د ډېرې سختي وچکالۍ سره مخ شي

وچکالۍ

د ملګرو ملتونو سازمان تازه په يوه راپور کې ويلي دي چې د تېرو ۳۰ کالو راهيسي تېر ۲۰۲۳م کال په افغانستان کې د وچکالۍ تر ټولو وچ کال وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ چارو دفتر (اوچا) د يونۍ/يکشنبې په ورځ د مرغومې ۱۷مه نېټه په يوه راپور کې د افغانستان د وچکالۍ د دوامداره کېدو خبر ورکړی دی.

دې دفتر همدارنګه ويلي چې د وچکالۍ دا ناسم وضعيت کولی شي چې پر افغانانو منفي اغیز وکړي او اقتصاد يې نور هم وځپي.

اوچا زياته کړې، چې په افغانستان کې د اقليمي بدلون په وجه تودوخه تر حد زياته لوړه شوې ده. چې له کبله يې کرنه، اوبه، انرژي، روغتیا، ځنګلونه، حیاتي تنوع، ایکوسیستمونه، معیشت او اقتصاد ټول اغیزمن شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر زېږديز کال افغانستان د ډېري وچکالۍ شاهد وو چې دې وضعيت افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ کړي وو.

 د راپورونو له مخې به په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې هم افغانستان د زياتو وچکاليو شاهد وي، چې د هېوادووالو پر ژوند به ډېر منفي تاثيرات ولري.

د يادولو وړ ده چې د هېواد په ځينو لويو ښارونو کې د څښاک اوبه هم نه پيداکېږي او د څاګانو اوبه يا ډېري لاندې تللي او يا هم وچ شوي دي، د محمد رضا په نوم د کندهار يوه اوسېدونکې ځلا نيوز ته وويل چې دوی د څښاک يو ټانکر اوبه په پنځه سوه افغانۍ رانيسي چې د يوې منځنۍ کورنۍ يوه اوونۍ ور باندې ګزاره کېږي.

دا په داسې حال ده چې د افغانستان زيات شمېر نفوس په کرني او مالدارۍ بوخت دی چې وچکالي د دوی کرنه او مالداري د لوی کړکېچ سره مخ کړې ده، چې د فقر او لوی اقتصادي کړکېچ لامل شوې ده.

| سويس د افغانستان سره د څه باندې ۴ ميليونه ډالرو مرستې خبر ورکړی دی