منځنی ختیځ

د اسراييلو پوځ د غزې په شمال کې د حماس ډلي د لمنځه وړلو خبر ورکړ.

د اسرائيلي پوځ له لوري په غزه کې د شديدې جګړې د پيل کابو سل ورځي تېرې شوې، چې دواړه لورو ته پکښې درانه زيانونه واوښتل.

د اسراييلي پوځ ویاند په يوه تازه وينا کې ويلي چې د غزې په شمال کې يې د حماس ډلي پوځي جوړښت له منځه وړی او څه باندي اته زره جنګيالي يې وژلي دي.

دانيال هېګاري ويلي چې په دغه جګړه کي يې د حماس ډلي څخه لسګونه زره بيلابيلي وسلې هم نيولې، او اوس به جګړه د غزې مرکزي او سويلي برخي ته د حماس د بشپړ پوځي جوړښت د لمنځه وړلو لپاره
انتقال کړي.

| زرګونو اسرائیلیانو د بنيامين نتنياهو د ګوښه کیدو لپاره لاریون وکړ

| د غزې په تړانګه کې د وژل شويو فلسطيني وګړو شمېر ۱۹،۶۶۷ تنو ته ورسېد

د غزې د روغتيا وزارت په ياده جګړه کې د لسګونه زره ملکي کسانو د وژلو تر څنګ ويلي چې په دغه جګړه يو شمېر روغتونونه، ښوونځۍ، پوهنتونه او نور عام المنفعه ځايونه هم لمنځه تللي دې.

بل لور ته بيا د حماس وسله والي ډلې يو وياند ابو عبيده چې ځيني وختونه پر ټولنيزو رسنيو را څرګندېږي وايې چې د غزې په جګړه يې کي يې اسرائيلو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او کابو ۶ زره ټانکونه او وسايط يې لمنځه وړي دي.

ابوعبيده په خپلو خبرو کې د ۸ زرو اسرائيلي عسکرو د وژلو خبره هم کړې او ويلي يې دې چې په ياده جګړه کې تر دا مهاله په جګړه کې حماس برلاسی دی.

په ورته وخت کې حماس ته نژدې د لبنان حزب الله ډلې هم د اسراييلو پر يوه پوځي اډه توغنديز بريدونه کړې خو د اسراييلي پوځ د وياند په خبره چې چاته پکښې زيان ندی اوښتی.

حزب الله ډلې ويلي چې ياد توغندويیز بريدونه يې د لبنان په بيروت کې د اسراييلو د هغه بريد په غبرګون کې کړی چې د حماس مرستيال پکښې ووژل شو.

د غزې د جګړې د پيل راهيسي په اسراييلو کې د ملکي کسانو له لوري هم ګډوډۍ رواني دي او آن ځيني وختونه د بېنيامين نتنياهو په وړاندي شعارونه هم ورکول کېږي.

تېره ورځ د اسراييلو په پلازمېنه تل ابيب کې زرګونو کسانو په یوه لاريون کې د نتنياهو د ګوښه کولو او ټاکنو غوښتنه وکړه.

د اسراييلو لمړي وزير بېنيامين‌ نتنياهو بيا په یوه خبري کنفرانس کې ويلي چې د غزې جګړه به تر هغو روانه وي چې حماس او اهداف یې په بشپړ ډول لمنځه نه وي وړي.

د يادونې وړ ده چې د اسراييلو د دفاع وزير د يوه پلان په جوړولو سره ويلي چې د حماس د لمنځه وړلو سره به د غزې واک او کنټرول د اسراييلي پوځ په لاس کي وي، او هلته به فلسطينی واک محدود کړي.